کابل (پژواک، ٣٠ ورى ١٤٠٠) : د ايران د وسله والو ځواکونو سپاه پاسداران د القدس ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان سردار حجازي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
د سپاه پاسداران له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سردار سيد محمد حجازي پرون د ٦٥ کلونو په عمر مړ شوى دى.
سرچينې زياته کړې، نوموړی د زړه د حملې له امله مړ شوى، خو ځینو نورو سرچينو ويلي چې هغه د جګړو پر مهال د کيمياوي وسلو د موادو له امله ناروغه شوى و، چې له همدې امله يې ساه ورکړې ده.
بلخوا ايراني رسنيو خبر ورکړى چې د سردار حجازي د جنازې مراسم نن ترسره شول چې په کې ګڼ شمېر دولتي ملکي، نظامي او مذهبي مشرانو ګډون کړی وو.
د ايراني رسنيو د معلوماتو له مخې، چې هغه تر دې مخکې د سپاه پاسداران د لوى درستيز په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
دغه راز نوموړي د عراق او ايران په جګړه، له کردانو سره په جګړو او نورو جنګونو کې هم مهم رول درلود.
Views: 247