Pajhwok Afghan News

له ایرانه د هرات زندان ته ۳۵ لېږدول شوي بندیان خوشې شول

هرات (پژواک، ۳۰ وری۱۴۰۰): د هرات مسوولینو له ایران څخه د دغه ولایت زندان ته د ۱۳ ښځو په ګډون د ۳۵ لېږدول شویو بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

د هرات د زندان رئیس امرالله نورزي د دغه شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په مراسمو کې وویل چې د افغانستان او ایران دولتونو ترمنځ د توافقنامې له مخې په تېره یوه میاشت کې ۶۰۹ افغان زندانیان د ایران له زندانونو څخه د هرات ولایت زندان ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په خبره، له ایران څخه د هرات زندان ته د ۶۰۹ را لېږدول شوو زندانیانو له ډلې تر اوسه د ۳۵ زندانیانو دوسيې طی مراحل او نن خوشې شول.

د نوموړي په خبره، د دغو ۳۵ خوشې شوو زندانیانو له ډلې څخه ۱۳ يې مېرمنې دي.

د هرات مرکزي زندان رئیس وویل چې اوسمهال د ایران په زندانونو کې زرګونه نور افغانان بنديان دي او د ایران له حکومته غواړي چې د زندانیانو د لېږدولو بهير چټک کړي.

د هرات د استېناف څارنوالۍ ریاست سرپرست نصیر احمد بهیر وویل، له دوو ورځو راهیسې له ایران څخه د هرات مرکزي زندان ته د ۶۰۹ لېږدول شوو زندانیانو له ډلې د ۳۴۰ تنو د دوسیو څېړلو پروسه جریان لري، چې په لومړي پړاو کې یې د ۳۵ تنو دوسیو ته رسیدګي وشوه او خوشې شول.

د نوموړي په خبره، د پاتې زندانیانو د دوسیو څېړنه روانه ده او یوشمېر به یې په راتلونکو ورځو کې خوشې شي.

دغه راز د هرات محکمې رئیس محمد شریف فاني وویل، له ایران څخه رالېږدول شوي زندانیان د افغانستان د تعدیل شوي قانون مطابق، چې د زندان موده یې تېر کړې وي، هغه به خوشې کیږي او یو شمېر به یې زندان تېر کړي.

د هرات د ځایي مسوولینو په خبره، ډېر رالېږدول شوي زندانیان په ایران کې د نشه یي توکو په تور بنديان شوي دي.

یوشمېر خوشې شوو زندانیانو په خوشې کېدو خوښ وښوده او هیله یې وکړه چې د نورو زندانیانو دوسیو ته رسیده ګي وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې له ایران څخه هرات زندان ته لېږدول شوو زندانیانو په دغه زندان کې په یوه اعتراض کې دوسیو ته د رسېدنې له سست بهیر څخه شکایتونه وکړل او د دې ستونزې حل یې غوښت.

Views: 66

Exit mobile version