Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې یو ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوی

جلال اباد (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو یو بریدګر چې پلان یې درلود په یو جومات کې ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې نیولی دى.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر د غويي په لومړۍ نېټه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کوزې پښتونخوا اصلي اوسېدونکي احمد چې د لواړګي په مدرسه کې روزل شوی، پلان درلود چې شینوارو ولسوالۍ یوه جومات کې ځآنمرګی برید ترسره کړي.

خو سرچينه وايي چې نوموړى موخې ته له رسېدو مخکې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې نیول شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي، د ملي امنیت ځواکونو دغه راز د اعجاز الحق په نوم یو دوکه باز او رشوت اخیستونکی چې د یو بل کس په نوم یې له یوې موسسې ۲۲زره افغانۍ اخیستې وې، هم نیولی دی.

د ننګرهار رسنيو دفتر معلوماتو له مخې، ملي امنيت همدارنګه د موسی په نوم یو کس چې یوه ډاکتر ته يې د پیسو ترلاسه کولو په موخه ګواښونه کول، هم نیولی دی.

دغه راز ملي امنیت یو داعشی او څلور طالبان هم نیولي چې ټولو نیول شوو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د خبرپاڼې په حواله، نیول شوي کسان پر جلال اباد ښار سربېره په سره رود او بهسودو ولسوالیو کې نیول شوي چې د کوزې پښتونخوا، لغمان ولایت، کامې، هسکې مېنې، حصارک او شېرزادو ولسوالیو اصلي اوسېدونکي دي.

Views: 87

Exit mobile version