کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۰): د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ مربوطاتو کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې څلورو امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالواسع رحیمي نن (د غویي دویمه) پژواک ته وویل چې طالبانو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د ملي پولیسو پر پوسته برید وکړ.
ده زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی، د حوزې امر، مرستیال او د یوه سرتېري په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.
د نوموړی په وینا، مخالفین وروسته له بریده له سیمې تښتېدلي او ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 10