Pajhwok Afghan News

د ماليې وزارت: د یوولسو ګمرکونو کمېشنکارانو یوزرونه بند شول

کابل (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): د افغانستان ماليې وزارت وايي چې د کابينې د پرېکړې پر بنسټ یې د  یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د پرېکړې پر بنسټ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کمېشنکارانو د لغوه کولو په موخه پرون د هېواد د یوولسو ګمرکونو د کمېشنکارانو يوزرونه بند کړل.

سرچينې زياته کړې چې دا يوزرونه د پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کونړ، تخار، شېرخان بندر او د کندهار، بلخ او هرات  هوایي ډګرونه کمېشنکارانو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابینې د پرېکړې پر بنسټ سوداګریز شرکتونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو توکو ګمرکي چارو مرحلو د پرمخ وړلو لپاره په اسیکوډا سیستم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له ټولو سوداګریزو شرکتونو غوښتي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي چارو مراحلو طی کولو لپاره ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویبپاڼې څخه فورم ترلاسه او له ډکولو وروسته له معتبرو اسنادو (اصلي تذکره، د شرکت جواز او تشخیصیه(TIN)  شمېره) سره د هېواد د ګمرکونو ټولو ادارو ته ورشي او په اسیکوډا سیستم کې یوزر جوړ کړي.

Views: 87

Exit mobile version