جلال اباد (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۰) : د لغمان ولایت د مرکز اړونده سیمې پر یوه جومات د وسله والو کسانو برید کې یو تن قومی مشر وژل شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غویي په ۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماسخوتن د تراویحو د لمانځه پر مهال د مهترلام اړونده د علی خېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې نامعلومو وسله والو پر قومی مشر حاجی لععل اغا ډزې کړې چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
ددولتزي په وینا، ټپیان روغتون ته لیږدل شوي دي.
د سیمې اوسیدونکي وایي چې، وسله وال جومات ته ننوتلي او بیا یې ډزې کړې دي.
Visits: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن