Pajhwok Afghan News

محمد داوود د فارياب نوی والي وټاکل شو

کابل (پژواک، ٣ غويي ١٤٠٠): د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې محمد داوود د فاریاب د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

دغه خبر نن( دغويي په درېیمه) د یادې ادارې په فېسبوک پاڼه کې خپور شوی دی.

سرچینې لیکلي چې محمد داوود د سيمه ‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم له مخې، د فاریاب د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې نقيب الله فايق د فارياب د والي په توګه دنده ترسره کوله.

Views: 62

Exit mobile version