Pajhwok Afghan News

د بلخ خبريالان اطلاعاتو ته له نه لاسرسي شکايت لري

مزارشريف ( پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۰) : بلخ کې خبريالان او له رسنيو د دفاع يو شمېر ټولنې وايي، چې په دغه ولايت کې اطلاعاتو او د پېښو پر مهال معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی، چې له امله يې دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.

دوی وايي چې د بلخ ډېری ادارو او په ځانګړي ډول امنيتي بنسټونو اطلاعات او معلومات انحصار کړي او پر وخت يې له رسنيو او خبريالانو سره نه شريکوي.

له خبريالانو او رسنيو د دفاع ټولنې وايي چې حکومتي مسوولين بايد له قانون سره سم د اړتيا په صورت کې، پرته له کوم ځنډه خبريالانو سره معلومات شريک کړي.

د  مزارشريف يو تن ځايي خبريال، رحيم الله ځواک پژواک اژانس ته وويل چې وروستيو مياشتو کې بلخ ولايت کې اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسی خورا  محدود شوی چې له امله يې خبريالان ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه، کله چې خبریالان دولتي ادارو ته مراجعه کوي؛ نو ډېری مسوولين مرکې کولو او د اړوندې موضوع په تړاو معلوماتو شريکولو ته نه حاضرېږي.

نوموړي وويل: (( زما په ګډون ډېری خبريالان د دولتي ادارو عادي معلوماتو ته هم بايد ورځې ورځې انتظار وکړي، موږ حتی د يوې وړې موضوع لپاره بار بار د دولتي ادارو دروازو ته ورځو چې له مسوولينو معلومات واخلو؛ خو متاسفانه ډېری وخت څوک مرکې ته نه حاضرېږي، خصوصا نظامي ارګانونه)).

نوموړی له حکومته د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

په بلخ ولايت کې د پيکان خصوصي تلوېزيون خبريال صبغت الله توران پژواک ته وويل چې دغه ولايت کې يو شمېر مهمو دولتي ادارو اطلاعات او معلومات انحصار کړي او پر وخت يې رسنيو او خبريالانو سره نه شريکوي.

هغه زياتوي چې دغې چارې مزارشريف کې خبريالي له ننګونو سره مخ کړې او که جدي پاملرنه ورته ونه شي؛ نو خبريالان به د ډېری ادارو په اړه اطلاعاتي خلا سره مخ شي.

د نوموړي په وينا، د دغه وضعيت دوام به د رسنيو او حکومتي ادارو تر منځ واټن نور هم زيات کړي.

په ورته مهال بلخ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر بشير انصاري پژواک ته وويل، چې حکومت له رسنيو او خبريالانو سره د همکارۍ موضوع يواځې تر شعارونو پورې محدوده کړې ده.

هغه زياتوي چې څو ځله يې په بلخ ولايت کې اطلاعاتو او معلوماتو ته د خبريالانو د نه لاسرسي په تړاو حکومتي مسوولينو سره ناستې کړي؛ خو هغوی یواځې ژمنې کړې دي.

انصاري وويل چې اوس خبريالان او رسنۍ هیله لري څو حکومتي مسوولين د بيا ځلي ژمنو پر ځای عملي اقدامات وکړي.

هغه وايي چې له يوې خوا نا امني او ګواښونه او بل لور ته اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې شته محدوديتونو، پر رسنيزو چارو منفي اغېز کړی دی.

د شمال زون د خبريالانو د همغږۍ مرکز مشر سکندر ميهن يار پژواک ته وويل، چې هره دولتي اداره مکلفه ده څو له قانون سره سم اړين معلومات خبريالانو ته  ورکړي.

د هغه په خبره: (( اطلاعات او د پېښو په اړه معلومات د خلکو حق دی او دولتي ادارې يې د امانت په ډول ساتي؛ نو ټولو ارګانونو ته پکار ده چې د خبريال د راپور بشپړاوي په خاطر د تقاضا پر مهال اړين معلومات ورسره شریک کړي)).

نوموړی زياتوي چې د دولتي ادارو له خوا رسنيو او خبريالانو سره پر وخت د معلوماتو نه شريکول د دې لامل کېږي، چې د رښتينو اطلاعاتو ځای، شکمن اطلاعات ونيسي چې بيا يې زيان حکومت ته هم رسېدای شي.

پژواک وغوښتل چې د خبريالانو د دغو شکايتونو په تړاو د بلخ ولايت مقام نظر هم واخلي؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

بل لور ته د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي هم تاييدوي، چې ځينو خبريالانو ورته د يو شمېر ادارو له چلند څخه شکايتونه کړي دي.

خو هغه زياتوي چې دوی د ولايت په کچه د خبريالانو د همغږۍ يوه کمېټه لري چې په مياشت کې يو ځل ناستې کوي او د خبريالانو د ستونزو په اړه په کې بحث کېږي.

کريمي وايي، د بلخ سيمه ييزه اداره ژمنه ده چې له قانون سره سم به رسنيو او خبريالانو سره همکاري کوي.

د هغه په وينا، اطلاعاتو ته لاسرسی د هر وګړي حق دی او د قانون له مخې دولتي ادارې مکلفې دي چې له خبريالانو او خلکو سره معلومات شريک کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون وايي چې دوى په خپل ويب پاڼه کې رسمي  فورمې لري او خبريالان کولى شي چې له اړوندو ادارو په رسمي توګه د فورمې له لارې معلومات وغواړي، که چېرې هغوى ورنه کړل، بيا دې د شکايت فورمه ډکه کړي.

Views: 30

Exit mobile version