ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ لاملونه

د شمس الدین شمس لیکنه

ولي افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د پرمختګ او ښې حکومتولۍ په وړاندي درېدلي؟ هر حکومت چې شعار یې پرمحتګ، ابادي او سوکالي وو، له کم وخت ورسته نسکور شوی، ولي؟! زموږ په هېواد کې هر حکومت چې د پرمختګ په کارونو کې لږ څه وړاندي تللی د بیلابیلو دلایلو په اساس نسکور شوي، یا که پوښتنه دا ډول مطرح شي چې ولي افغانستان سیاسي ثبات ته نه ده رسیدلی؟ لږ تر لږه په تیرو سلو کلونو کې موږ د دا ډول حکومتونو دوه بېلګې لرو، غازی امان الله خان چې په تاریخ کې په ترقي غوښتونکي پاچا مشهورده، د انګریزانو له ایستلو ورسته یې حکومت تشکیل کړ، په هیواد کې یې د پرمختګ کارونه پیل کړل، خو له لږ وخت ورسته ورته د کافر خطاب وشو او له هېواده پسې واخیستل شو. دويمه بیلګه یې سردار محمد داود خان ده، کله چې يې واک تر لاسه کړ د هېواد د پرمختګ لپاره یې یو پراخ پرمختیایی پلان جوړ کړ، د یاد پلان له عملي کولو لږ ورسته د نوموړي حکومت نسکور او د ده په ګډون یې د کورنۍ ټول غړی ووژل! چې له هغه ورسته تر نن ورځې پورې په هېواد کې سیاسي ثبات نه دې رامینځته شوی!

تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې هغه لورو چې د اسلام یا اصلاحاتو په نوم یې حکومتونه نړولي ورسته چې کله قدرت ته رسیدلي تر ټولو زیات فساد او سرغړونه همدوي کړې، د بیلګې په توګه د داود خان له کودتاه ورسته نورمحمد ترکي او ملګرو یې د کودتاه موخه د ظلم مخنوی او د اصلاحاتو رامینځ ته کول وبلل خو ورسته زیاته مرګ ژوبله او ظلم همدوی او له دوی ورسته حکومتونو وکړ حتی هېواد ته یې د روسان راوستلو زمینه برابره کړه، مجاهدینو د اسلامي نظام د قایمولو، د ظلم له مېنځه وړلو او هېواد ته د ازادې ترلاسه کولو په موخه په جهاد لاس پورې کړ، خو کله چې قدرت ته ورسیدل تر ټولو زیات وحشت او ظلم د همدوی په سلطه کې وشو، قتل، چور، د ملي شتمنۍ لیلامول…يې وکړل. دوی تر ټولو بد نظام نظارې ته وړاندي کړ، د همدوي په دوره کې له اسلامې قوانینو څخه ترټولو زیاته سرغړونه وشوه. له هغه ورسته تر نن ورځې په هېواد کې همدا سریال جریان لري. د یادو بدمرغیو د  رامینځته کېدو لاملونه سیاسي شننونکي او د چارو کار پوهان د ملت د پوهې د کچې ټیټوالی، د ګاونډیو هېوادونو، نړیوالو استخباراتو مداخلې او د فغانستان جیوپلیټک موقعیت چې نړیوال زبرځواکونه او ګاونډیان يې سره په سیالي کړي دي ښودلي. همدارنګه په کور دننه عام نظر د غدارو، پردیپالو او فاسیدو چارواکو شتون د ځواکمن حکومت د رامینځ ته کیدو په وړاندي خنډ بلل کېږي.

ریښتیا هم پورته ټول لاملونه د هېواد د ورسته پاتېوالي سبب شوي، خو دا هم طبيعي خبره ده چې هر هېواد غواړي چې ځواکمن وي، په لري او نږدو ګاونډیانو هیوادونو نفوذ ولري، د دوی تر امر لاندي وي یا لږ تر لږه ستونزه ورته جوړه نشي کړای. نړیوال زبرځواکونه هم د خپل حاکمیت د لا پراخولو لپاره د نړۍ په هر ګوډ فشار راوړي، معاملي کوي، جګړې کوي او نظامونه له مېنځه وړي، خو دا هر څه باید په دې معنی نه وي چې زمونږ حکومت او نظام په اساني سره له مینځه یوسي، د ملت په حیث د ورځې له سیاسي چارو سره باید ډیر معقلو تعمل وشي. زما په نظر، سره له دې چې پورتنې عوامل د هېواد د سیاسي بې ثباتي او ورسته پاتې والي سبب دي خو په کور دننه اصلي لاملونه  لاندې دری کېدای شي:

لومړی د ملت د پوهې د کچې ټیټوالی او د زده کړو ناسم سیستم: زده کړې د غوره ژوند په تر لاسه کولو کې خورا مهم رول لري ځکه زده کړې د انسانې ژوند  تر ټولو مهم لارښود ده. زده کړې د یو هېواد د اقتصادي او ټولنېز پرمختګ سبب ګرځي نو په دې اساس زده کړې د یو ملت د پرمختګ بنسټ جوړوی. خو له بده مرغه زموږ د هېواد اکثریت وګړي نالوستي او د پوهې کچه یې خورا ټېټه ده، حتي خپل ورځني ژوند (کورنی ژوند) خورا په مشکله په مخ وړي، دا وګړي کوم ثابت فکر نه لري، همېشه د نورو له افکارو متاثره کېږي نو ځکه یې د نظام په ټنګښت کې رغنده رول نده لوبولی/نشي لوبولی او دا هم حقیقت ده چې په هېواد کې همېشه د لوستي قشر تر مینځ شخړه رامینځته شوې چې له نالوستي قشر څخه یې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د یو وسېلې په توګه استفاده کړې او تر ټولو ډیر تاوان هم لوستي قشر هېواد ته رسولی، دا ځکه چې موږ د زده کړو اغیزمن سیسټم نلرو، د زده کړو پخواني اوسنی سیستم نه ده توانیدلی د مدرسې او ښوونځی تر مینځ واټن له مينځه یوسي او ملي فکر رامینځ ته کړي، همېشه د هېواد په کچه د مدرسې او ښوونځی تر مینځ واټن موجود وو او همدا واټن د ارګ او د منبر ترمینځ د واټن سبب شوی. دا چې زموږ په هېواد کې همېشه د عصري زده کړو د لوستو او د دینې زده کړو د لوستوتر مینځ (فکري) ټکر راځي سبب یې د مدرسې او مکتب تر مینځ واټن ده، همدا واټن په هېواد کې د سیاسي بې ثباتي لامل کېږي. له پخوا راهېسي په افغانستان کې د دیني زده کړو مرکزونه (مدرسې) او د عصري زدکړو مرکزونه (ښونځي) سره بیل دي، حکومت د تاریخ په اوږدو کې د ښوونځۍ په پرتله د دیني زده کړه په مرکزونو لازمه پانګونه نه ده کړې چې دا د افغانستان لپاره دوه ستر زیانونه لري لومړی دا چې د دیني زده کړو زیاتره زده کوونکي د زده کړو لپاره له هېواده بهر ګاونډیو هیوادونوته د زده کړو لپاره ځي چې له بده مرغه هغوي یې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د افغانستان په ضد په ډیره اساني سره کاروي دويم دا چې د دیني زده کړو محصلین د حکومت سره خپل تړون نه احساسوي د بیلاوالي او پرديوالي احساس کوي چې دا په هېواد کې د شخړو لامل شوی. همدارنګه کله چې د دیني زده کړو محصلین د ښوونځي زده کوونکي ویني چې په ښو ودانیو کې زده کړي کوي او ښوونکي یی له حکومت څخه معاش ترلاسه کوي یو ډول د حسادت احساس ورته پیدا کېږي چې همدا او دیته ورته احساس د مدرسې او د ښوونځي د زده کوونکو د فکري بیلوالي بنسټ جوړوي. نو په دي اساس لازمه ده چې دولت د زده کړو په سیستم کې داسي مثبت بدلونونه راولي چې راتلوونکی نسل په ملي فکر او روحیه وروزي، دا خورا مهمه ده چې حکومت مدرسه او ښوونځی سره ګډ(مدغم) کړي په دې معني چې د لومړي تر لسم یا دولسم ټولګې پوري۵۰فیصده دیني او ۵۰ فیصده عصري زده کړي جبري شي تر څو د دې هیواد هر وګړی له اسلامي او عصري زده کړو څخه لوړ درک ولري، د ښوونځۍ په دوره کې باید په اسلامي او عصري زده کړو یو شان تاکید وشي د لېسې هر فارغ شوي زده کوونکي باید له قرآن، حدیثو څخه لوړ درک ولري او په عین حال کې به له عصري زده کړو څخه هم برخمن وي او د وطن دوستي لوړه روحیه باید له هماغه پیله ورته تزریق شي. دا کار به دوه ګټې ولري یو به د فکري قشرونو( مدرسه /ښوونځی) د بیلاوالي مخه ډب کړی دويم به زده کوونکي د کارکولو جوګه شي په ځانګړي توګه په دولت کې د کارکولو امکانات یې زیاتیږي، په دې سره دوي د دولت بدنې ته جذب کېدای شي (اوس مهال د مدرسو فارغینو ته د کارکولو چانس کم دي ځکه په اداره کې د کارکولو لازم مهارتونه نه لري.)

ورسته په پوهنتون کې عصري اواسلامي زده کړي په تخصصوصي کچه ولوستل شي، یو منظم نصاب په ځانګړي توګه د دیني زده کړو لپاره طرحه، د وطن دوستو، هېواد او ملي ګټو ته د ژمنواستادانو له خوا پلی شي. په پوهنتون او د زده کړو په ټولو مرکزونو باید دولت مکمل کنټرول ولري، په ټولو پوهنځیو، که د ديني زده کړو وي یا عصري د ملي ګټو/ملي پراختیایی پلان مضمون جبری تدریس شي تر څو د محصلینو ملي درک لوړشي. استادانو او ښوونکو ته اجازه ورنه کړل شي چې د تعليمي او تحصلي مرکزونو څخه د دولت په ضد پروپاګند او ناوړه تبلغات وکړي او استادان او زده کوونکي هیڅ ډول اختلافاتو ته لکه سمتي، ژبني، قومي، سیاسي او مذهبي ته پرې نښول شي!!!

دا حقیقت ده چې اوس هم د شرعیاتو پوهنځۍ شته او زده کوونکي فارغوي خو اغیزناک نه دي، ځکه حکومت بشپړ کنټرول پرې نه لري حتي د هېواد په مشهورو پوهنتونو کې د شرعیاتواو ان د عصري علومو استادانو ځينو مخالفو ډلو لپاره کار کوي چې راپورونه يې په رسنیو کې ټول ولس ولیدل داسي استادان به څرنګه ملي او د پرمختګ فکر خپور کړي؟! همدارنګه د استادانو ترمینځ هم مذهبي اختلافات موجود دي(حنفي،وهابي، شعیه..) چې د زده کړو اغیزمنتیا کموي او ورسته په ټولنه کې د لا زیاتو مذهبي او فکري اختلافاتو سبب کیږي. همدارنګه په نورو پوهنځیو کې هم ورته ستونزه شته دبیلګې په توګه انجینري، طب، ادبیاتو، اقتصاد … پوهنځیو کې استادان د خپلو شخصي قومي او سیاسي عقدو په اساس هېمشه دولت او چارواکي تخریبوي او ورپسي پروپاګند کوي چې دا د محصلینو د بیلاوالي او له حکومت سره د واټن او پر حکومت د بې باوري سبب کېږي.

لکه چې پورته يې یادونه وشوه مدرسه، ښونځی او پوهنتون د فکر د تولید مرکزونه دي که يې دولت سم مدیریت کړای شي او بشپړ کنټرول پرې ولري په هیواد کې ملي فکر د ثبات او پرمختګ په ګټه مدیریت کیدای شي. همدا بېلګه په ایران کې ګورو، ایران په تولو تعليمي مرکزونو بشپړ کنټرول لري، د ملي ګټو خلاف افکاروته د خپریدو اجازه نه ورکوي، سره له دي چې د نړۍ قدرتمند هېوادونه لکه امریکا، عربان او اسرایل ورسره دښمني لري، خو بیا هم سیاسي ثبات لري چې د همدې ثبات یو له مهمو عواملو څخه په یادو مرکزونو د حکومت بشپړ کنترول ده.

دويم د وخت د چارواکو له لوري د پرمختګ او عصریت د تیوري په نامناسبه توګه پلي کیدل: د تاريخ په اوږدو کې افغان چارواکو د نورو هېوادونو له سیسټمونو په ځانګړي توګه له سیاسي سیستم او د هغوی له اقتصادي پرمختګ څخه اغیزمن شوي او غوښتي یې دي چې خپل هیواد یې هم ورته پرمختګ وکړي. د دې لپاره يې د هغوي سیاسي او اقتصادي نظریه په خپل هېواد کې کټ مټ هماغه شان پلې کړې، د خپل هېواد ټولنیز، کلتوري او مذهبي شرایط یي تر ډیره په نظر کې نه دي نیولي نو ځکه له توند غبرګون سره مخامخ شوي. د بېلګې په توګه د غازي امان الله خان د حکومت سقوط لامل هم د هېواد د ټولنیز، فرهنګي او مذهبي حالت په پام کې نه نیولو سره د هغه له اروپا څخه د اغیزمنو افکارو عملي کول ښودل شوي چې ورسته د وخت د مذهبي چارواکو له لوري پرې د کفر فتوا وشوه او واکمني یې سقوط شوه، زه نه وایم چې دا یې د پاچاهې د سقوط یواځېنی لامل وو، طبعآ چې عوامل يې هم لرل خو په کور دننه دحاکمیت د سقوط همدا تر ټولو ستر لامل/بهانه وو. بله مهمه بیلګه یې نورمحمد تره کی او ملګري دي، نوموړی د سوسیالیزم له نظریې څخه اغیزمن شوی وو، پرته له دې چې د هيواد ټولنیز، سیاسي، کلتوري او مذهبي حالت په نظر کې ونیسي او یاده نظریه په افغاني قالب کې برابره او عملي يې کړي نوموړي کټ مټ هماغسي چې په شوری اتحاد کې عملي کیده، لا تر هغه هم په سخته او جدي عملي کول وغوښتل چې له توند غبرګون سره مخامخ شوو اود پایلو اغیز یې اوس هم په هېواد کې جوت ده!

افغانستان یو مذهبي او کلتوري هېواد ده د پرمختګ هره نظریه /چاره چې ترسره کېږي هغه که قوانی ، پالیسي یا عمل وي لومړی باید یاده نظریه/چاره افغاني قالب/چوکاټ ته ولویږي ورسته بیا عملي شي، په دي معني هر قانون یا هره چاره چې دولتونه غواړي عملي یې کړي باید لومړی هغه په ډیر دقت سره زموږ له کلتور او مذهب سره پرتله شي چې خدای مکړه په پلي کولو سره یې زموږ په ځانګړي توګه مذهبي اصول نقص نه کړي! ورسته عملي شي. د دې ډول موضوعاتو د تنظیم لپاره باید د هېواد په کچه د دیني علماوو کمېټه یا دارالفتا جوړه شي، د ديني علماوو تر څنګ د مشاویرینو په توګه باید قانون پوهان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان او د تخنیک متحصصین وي تر څو د اړتیا په صورت کې لازم وضاحت او مشورې علماوو ته ورکړي، یاده کمېټه به د هېواد په کچه ټول دیني امور تنظیموي او همدارنګه به د دولت چارو اصلاح هم کوي البته مذهبي اړخ يې. که څه هم اوس مهال په هېواد کې د علماوو شورا شته خو لازم صلاحیت نه لري او په چاروکې ډیر دخیل نه دي، د دیني علماوو کمېټه یا دارالفتا چې پورته یې وړاندیز شوی باید ډیره باصلاحیته وي او په هېواد کې د څلورمې قوې په حیث کار وکړي او په مذهبې چارو کې د دوی پرېکړه ورستي وي! په دې سره به مذهبې ډلي او علماء ځانونه په نظام کې شامل وګڼي او د هېواد سیاسي ټېکاو ته به لاره هواره شي.

درېیم فقر: فقر د ډیرو بدبختیو مور ده، فقر د یوې کورنۍ نظام ګډوډوي، انساني وقار، عزت او احترام ته صدمه رسوي، په ټولنه کې د طبقاتو د رامینځ ته کېدو سبب کېږي بلاخیره فقر د انسان د حقارت سبب کېږي. غریب وګړي د خپل ځان کورني ساتنه نشي کولای نو د هېواد او نظام ساتنه په څرنګه وکړئ؟ فقر انسانان جنایت او له قانونه سرغړوني ته اړ کوي، په ډیره اساني سره د نورو هېوادونو د ګټولپاره د څو پیسو په مقابل کې کار کوي. په هیواد کې د جاسوسي او پردیپالني یو له مهمو عواملو څخه فقر ده، نو په همدې اساس له دې شومې پدیدې سره منظمه او علمې مبارزه په کارده.

پایله:

د هېواد سیاسي بې ثباتي لږ تر لږه دری اساسي لامونه لري:

  1. د وګړو د پوهې د کچې ټیټوالی او په هیواد کې د زده کړو ناسم سیسټم:
  2. د وخت د چارواکو له لوري د پرمختګ نظریه او اصلاحات په ناسمه توګه پلې کیدل
  3. فقر او غربت

له پورته بحث څخه دې پایلې ته رسېږو: د دې لپاره چې په هېواد کې سیاسي ثبات رامینځته شي حکومت ته لازمه ده چې د فکر د تولید په مرکزونو (ښوونځی، مدرسه، پوهنتون ) بشپړ کنټرول ولري. مدرسه او ښونځی باید یو ځای شي د لېسې او پوهنتونونو په نصاب کې لازم بدلونونه راوستل شي او په پوهنتون کې دیني او عصري زده کړې جلا په تخصصوصي توګه ولوستل شي.

بله مهمه مسله په هېواد کې د پرمختګ یا د سیستم د اصلاح نظریات پلې کول دی، مخکي له دې چې هره تيورې پلې شي لومړي باید د کارپوه خلکو له لوري یاده نظریه افغاني قالب کې واچول شي او بیا پلې شي.

څرنګه چې د هېواد اکثریت وګړي مسلمان دي نو حق لري چې د حکومت په چارو کې د اسلامي قوانینو له رعایت څخه ډاډمن واوسئ، د دې لپاره دولت ته لازمه ده چې په خپله بدنه کې د علماوء شورا د څلورمې قوې په توګه ومني چې یاده شورا به د حکومت چاري د دیني اړخه څاري او په هېواد کې به د دیني چارو په هکله د پریکړي او فتوا ورکولو یواځنۍ مرجع وي، په دې سره به د مختلفو اقشارو او افکارو تر مینځ واټن کم او یو ملي دریځ به غوره شي(البته اوږد مهال کې) چې دا په هېواد کې د سیاسي ثبات لپاره تر تولو اړین عنصر دي. کله چې هېواد سیاسي ثبات ترلاسه کړ دریم عامل(فقر) په خپله له مینځه ځي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.