Pajhwok Afghan News

کونړ کې د راکټي بريد له امله ١٦ قاريان او دولتي مامورين ټپيان شوي

لومړى تعقيب – اسعد اباد (پژواک، ٦ غويى ١٤٠٠) : د کونړ ولايت پر مقام په داسې حال کې راکټي بريد شوى چې هلته د قاريانو ترمنځ د قرانکریم د قرائت سیالي روانه وه.

د کونړ والي اقبال سعيد د غويي په ٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې د طالبانو له خوا دا بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا نهه نيمو بجو شوى دی.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې يو شمېر قاريان او دولتي کارکوونکي ټپيان شوي دي.

خو د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر عطاء الله پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١٦ ټپيان راوړل شوي، چې ډېرى يې قاريان دي.

د نوموړي په وينا، د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او کېداى شي دوه تنه يې د ننګرهار حوزوي روغتون ته ولېږل شي.

د کونړ د حج او اوقافو رييس فضل معبود احساس پژواک ته وويل، چې په کابل کې د حسن قرائت د ملي مسابقې لپاره له کونړ ولايت څخه هم څلور قاريان لېږل کيږي.

هغه زياته کړه، چې د کونړ مسابقې لپاره ١٥٠ قاريانو نوم ليکنه کړې وه، چې له ٧٥ يې پرون ازموينه واخيستل شوه او له ٧٥ يې نن اخيستل کېده، چې راکټي بريد وشو.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ١٦ تنه ټپيان شوي چې په کې قاريان، د حج او اوقافو رياست کارکوونکي او د ولايت امنيتي ساتونکي شامل دي.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.

Views: 45

Exit mobile version