Pajhwok Afghan News

په سرپل کې وچکالۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي

سرپل (پژواک، ۷غویی۱۴۰۰): د سرپل ولایت اوسېدونکي وایي چې وچکالۍ یې سږ کال کرنه او مالداري زیانمن کړي او د دغه ولایت ډېری خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

هغوی له وچکالۍ د سختې اندېښنې په څرګندولو وايي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ او د مرکز اړوند بالا کینت، پایین کینت او شیرم ها سیمې له وچکالۍ سره مخ دي.

سرپل کې د مدني ټولنې یوه فعال حکمت الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې خلک هم مهاله په کرنه او مالدارۍ کې بوخت دي او وچکالي یې په دواړو برخو کې له ستونزو سره مخ کوي.

د ده په وینا، سږ کال د دغه ولایت خلک له یوې خوا د لومړنیو انساني خوراکي توکو، لکه غنم اوربشې، جوارو له کمښت سره مخ دي او بلخوا د څارویو لپاره د وښو له کموالي سره هم مخ کېږي.

د سرپل په مرکز کې یو بزګر ولي محمد وایي، اوسمهال زرګونه جریبه کرنیزه خمکه د اوبو کمښت له جدي ګواښ سره مخ ده، د غنمو، جوارو او وربشو کښتونه وچ شوي او یا هم د وچېدو په حال کې دي.

د سرپل په سوزمه کلا ولسوالۍ کې یو بل بزګر سردارګل وایي چې غنم، اوربشې، پیاز، رومیان او بادرنګ یې کرلي خو په سیند کې اوبو نشته او د وچېدو په حال کې دي.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده چې ډېری بزګرانو له بانکونو پورونه اخیستې او د کرنې برخه کې یې پانګونه کړې ده.

سردارګل زیاته کړه چې بزګر له سختو اقتصادي  ستونزو مخ دي او اندېښمن دي چې پورونه به څنګه حلاصوي.

په عین حال کې د سرپل د کرنې ريیس محمد سلیم رنجبر هم په دغه ولایت کې وچکالي د اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د باران کچه ۱۴۵ ملي متره ده چې د نباتاتو ودې لپاره بسنه نه کوي، له همدې امله للمي کرنه د زیانمنېدو په حال کې ده او د سیند اوبه هم وچې شوې دي.

د رنجبر په وینا، د سرپل له بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې له خلکو سره د مرستو او له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره په څو جلسو کې خپل وړاندیزونه طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ته لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ۲۰ ولایتونه یې متاثره کړي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي، ۱۴۰۰ کال به لکه د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو په څېر وي،  هغه کلونه چې د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، افغانستان د سختو و چکالیو شاهد و، چینې وچې شوې، تر ځمکې لاندې اوبه کښته شوې، څرځایونه له منځه ولاړل او څاروي تلف شول.

Views: 13

Exit mobile version