Pajhwok Afghan News

د شینډنډ اوسېدونکي: له خپلو کورونو څخه د جنګ له امله نه شو راوتلی

هرات ښار (پژواک،۱۱غویی۱۴۰۰): د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له څلورو ورځو راهیسې طالبان له څو بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول فراه او هلمند څخه شینډند ولسوالۍ ته راغلي او کوښښ کوي چې دغه ولسوالي ونیسي.

د هرات د شینډنډ ولسوالي اوسېدونکي او قومي مشران وایي، اوسمهال د شینډنډ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ او ښاروالي ودانۍ چې امنیتي سرتېري په کې مېشت دي، له څو نورو پوستو سره د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

د شنینډنډ په ولسوالۍ کې یو قومي مشر تورمحمد ظریفي پژواک ته وویل چې له څلورو ورځو راهیسې له خپلو کورونو نه هیڅوک نه شي راوتلی او ټول دوکانونه تړلي دي.

ده زیاته کړه، د ولسوالۍ، ښاروالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانيو ته ورغلو لارو، د امنيتي ځواکونو پوستې او د ولسوالۍ ځينو لارو کې ماینونه ځای پرځای شوي دي.

نوموړي وویل چې د دغو نښتو له امله د خلکو دوکانونو او کورونو ته ډېر مالي زیان اوښتی دی.

ده زیاته کړه چې د لومړنیو شمېرو په اساس، د دواړو اړخونو له خوا د هاوانونو مرمیو لګېدلو په پایله کې تراوسه پورې د سیمې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز یوه بل اوسېدونکي عبدالقادر پژواک ته وویل، له څلورو ورځو راهیسې جګړې ډېر زور اخیستی او هیڅوک له خپلو کورونو نه شي راوتلی.

د ده په وینا، ډېری لارو کې د طالبانو له خوا له دې امله ماینونه ځای پرځای شوي چې امنیتي سرتېرو ته مرسته ونه رسیږي.

له بلې خوا د هرات والي سید عبدالوحید قتالي په شینډنډ ولسوالۍ کې سختې جګړې تائیدوي او وایي، طالبانو خپل ټول ځواکونه دغې ولسوالۍ ته راوستي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دي.

د ده په وینا، امنیتي ځواکونه له مخکې نه د طالبانو د لوی برید لپاره چمتو وو او دوه ورځې مخکې مرستندویه ځواکونه له سپکو او درنو تجهیزاتو سره شینډنډ ولسوالۍ ته لېږل شوي او طالبان یې په شا تمبولي دي.

د هرات والي زیاته کړه چې پرون د دوو ساعتونو جګړې کې ۱۱ وسله واله طالبان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه چې امنیتي سرتېرو ته په مخامخ جګړه کې کوم زیان نه دی اوښتی، خو یوه اوونۍ مخکې په  یو رینجر چې ټپیان یې لېږدول، په دغه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد امنیتي مسوولینو په خپله اونيزه ناسته کې وویل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان نه وروسته طالبانو په هېواد کې خپلو بریدنونو ته زور ورکړی دی.

Views: 23

Exit mobile version