پل علم (پژواک، ١٣ غويى ١٤٠٠): د لوګر په مرکز پل علم کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ٧ غړي ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د غويي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پل علم اړوند په کنجک سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
دى وايي: ((طالبانو په دې سيمه کې پر يوې پوستې بريد کړى و چې د هاوان يوه مرمۍ یې په یوه کور لګېدلې ده.))
هغه زياتوي چې په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه ماشومان، يوه ښځه او يو سړى ټپيان شوي دي.
دغه راز د يادې کورنۍ يوه غړي ډاکتر ولي پژواک ته وويل: ((بېګا مې پر کور هاوان لګېدلى، پنځه لمسيان، زوى او نګور مې په کې ټپيان شوي.))
د نوموړي معلوماتو له مخې، ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته انتقال شوي چې د دوو یې روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، درې شپې مخکې هم په لوګر کې د موټربم چاودنه وشوه چې په کې ٢٤ کسان مړه او تر ١١٠ ډېر ټپيان شول.
Views: 73