Pajhwok Afghan News

مزار شريف کې سلګونو کسانو د فارياب د نوي والي پر ضد لاريون وکړ

مزارشريف ( پژواک، ١٣ غويى ١٤٠٠) : په مزارشريف ښار کې د جنبش ګوند سلګونو پلويانو د يوه لاريون په ترسره کولو له حکومت څخه وغوښتل، چې د فارياب لپاره د نوي والي د ټاکل کېدو پرېکړه بېرته واخلي.

دغه لاريون نن د غويي په ١٣مه، په مزارشريف کې د مارشال عبدالرشيد دوستم له کور څخه پيل شو او د حضرت علي روضې سره د پرېکړه ليک په لوستلو پای ته ورسېد.

په بلخ ولايت کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول سيد شمس الدين سادات پژواک ته وويل، چې دغه لاريون يې د فارياب له خلکو د ملاتړ په موخه رابللی دی.

هغه زياته کړه، خلک هيله لري څو د خپلو ولايتونو په اړه کېدونکو پرېکړو کې دخيل و اوسي.

د سادات په خبره، دوی همدا راز غواړي چې د واليانو او ښاروالو بستونه انتخابي شي.

د لاريون يوه بل ګډونوال حميدالله پژواک ته وويل، حکومت بايد له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې له امله يې د خلکو د ناخوښۍ لامل ګرځي.

د هغه په وينا، د فارياب لپاره بايد داسې يو والي وټاکل شي چې د دغه ولايت د جغرافيې په اړه معلومات ولري.

ده زياته کړه، خلک نه غواړي څو په لوی لاس شته امنيتي وضعيت نور هم خراب شي. لاريون کوونکو په افغانستان کې د غيرمتمرکز نظام د منځ ته راتګ په ملاتړ هم شعارونه ورکول.

د فارياب په ګډون يو شمېر شمالي ولايتونو کې وروسته له هغه د جنبش ګوند پلويانو پر لاريونونو لاس پورې کړ، چې کله حکومت دوه اوونۍ وړاندې محمد داوود لغمانی د فارياب لپاره د نوي والي په توګه اعلان کړ.

جنبش ګوند په خپره شوې اعلاميه کې ويلي و چې د نوي والي د ټاکل کېدو برخه کې د فارياب له مشرانو او وکيلانو سره مشوره نه ده شوې.

خو تېره اوونۍ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس فارياب ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولايت پخواني والي نقيب الله فايق ته عالي دولتي مډال هم ورکړ او همدا راز نوموړی د ولسمشر له خوا د مشرانو جرګې انتصابي سناتور هم وټاکل شو.

د جنبش ګوند لاريون کوونکي وايي، که حکومت د فارياب د والي ټاکل کېدو برخه کې خپله پرېکړه بېرته وانخلي؛ نو دوی به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

Views: 51

Exit mobile version