Pajhwok Afghan News

“طالبان او دولتي ځواکونه دې عملياتو کې د ملکي وګړو خونديتوب ته پاملرنه وکړي”

مزارشریف (پژواک،۱۶ غويی ١٤٠٠) : د بلخ ولایت په څلورو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو او جګړو له دوام سره هم مهاله خلک له دولتي ځواکونو او طالبانو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.

سیمه ییز چارواکي وایي چې لا هم د بلخ په شولګر، چمتال، چهاربولک او بلخ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وایي چې د دغو عملیاتو په پایله کې یو شمېر سیمې له طالبانو نیول شوي او همدا راز یې تلفات هم ور اړولي  او  د مزار _ شبرغان لویې لارې د امنیت خوندیتوب په موخه یې هڅې پیل کړې دي.

هغه چې په خپله یې له دغو ولسواليو څخه ليدنه کړې وايي: (( په شولګر ولسوالۍ کې مو یو شمېر سیمې تصفیه کړي، اوسمهال د مزار_شبرغان لویې لارې په اوږدو کې چاڼیز عملیات روان دي، هوډ لرو چې امنیتي پوستې تجهیز او تقویه کړو.))

والي تاییدوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د یادې لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونه زیات کړي دي.

په بلخ ولايت کې د پوځي عملیاتو او جګړو له دوام سره دغه ولایت کې د ملکیانو د نه خوندیتوب په اړه هم اندېښنې ډېرې شوې دي. په بلخ کې د ملکیانو د خوندیتوب کمېټې مسوول سید اسماعیل بلخي پژواک ته وویل چې د وروستیو جګړو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه ورته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه او طالبان خپلو جګړه ییزو موخو ته د رسېدو پر مهال د ملکیانو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي.

د نوموړي په وينا: (( په وروستیو ورځو کې موږ کره معلومات تر لاسه کړي چې د دولتي ځواکونو د بمباریو او د طالبانو د هاوان ګولیو له امله یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. ))

بلخي له حکومتي ځواکونو او طالبانو وغوښتل چې جګړه ییز اصول مراعات کړي او ملکیانو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د دغو جګړو او عملیاتو پر مهال یو شمېر کورنۍ هم بېځایه شوي چې اوسمهال اړینو مرستو ته اړتيا لري.

۴۵ کلن سیف الله د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې ۱۵ ورځې وړاندې یې د جګړې له امله خپله سیمه پریېښي او له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره دهدادي ولسوالۍ ته کډوال شوی دی.

هغه پژواک ته وویل چې د جګړو له امله یې شپه او ورځ خوب نه درلود او بالاخره اړ شو څو خپله سیمه پرېږدي. نوموړی زیاتوي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د ده په څېر لسګونه کورنۍ له یادې ولسوالۍ څخه کډه شوې دي.

دى زیاتوي: (( کور او ځمکې مې ټولې پرېښودې او د خپلې کورنۍ سر خوندي کولو په خاطر له هغه ځایه راووتو، هره شېبه د دې امکان و چې په کور مو مرمۍ ولګېږي او موږ ته مرګ ژوبله راواوړي.))

د هغه په وينا، د روانې جګړې ټول زیانونه افغانانو او عامو خلکو ته رسېږي. د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکی له طالبانو او حکومته غواړي چې روانه لانجه د جګړې پر ځای د تفاهم له لارې حل کړي.

د بلخ مدني فعالان بیا روان پوځي عملیات غیر منظم بولي.

بلخ کې د ټولنیزو چارو فعال جلال الدین شېرزاد پژواک ته وویل چې هر ځل د ډېرو لګښتونو په ترسره کولو عملیات کېږي، خو په وینا یې چې د عملیاتو له پای ته رسېدو سره سم بېرته تصفیه شوې سیمې سقوط کېږي.

هغه زیاتوي، حکومت باید په تصفیه شویو سیمو کې د بیا رغونې پروژې عملي کړي او همدا راز دې د پاکو شویو سیمو د ساتلو لپاره منظم پلان جوړ کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 81

Exit mobile version