پل علم (پژواک، ١٩ غويى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د دغه ولايت د اقتصاد رييس وژل شوى دى.
يوې امنيتي سرچينې د غويي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو نن له غرمې مخکې د مرکز پل علم اړوند د کلنګار سيمې په متانې پله کې د دغه ولايت د اقتصاد پر رييس عبدالمنان سعيدي ډزې کړې دي.
هغه وايي: ((سعيدي په خپل شخصي موټر کې له کابل څخه لوګر ته روان و چې ډزې يې پرې کړي او وژل شوى دى.))
سرچينه زياتوي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د کلنګار يو اوسېدونکي جاويد پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې پر يوه سره رنګه کرولا موټر ډزې شوي او يو کس په کې وژل شوى دى.
هغه وايي: ((دغه کس د موټر په جلو ناست دى او مرمۍ يې په زړه کې لګېدلې ده.))
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هدفي وژنو او د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو په بې ساري ډول زور اخيستى چې په لوړه کچه ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.
Views: 46