Pajhwok Afghan News

زابل کې پر یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر چاودنې ١١ کسان وژلي او ٢٣ نور ټپيان دي

کندهار (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۰): د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې ۱۱ مسافر وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.

پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د دې ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په زابل کې د ملي اردو دویمې پلې لوا قوماندان ډګروال سید بابا منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل، یو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر چې له کابله کندهار ته پر لاره و، د شهر صفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله موټر ویجاړ شوی او سپرلیو ته یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حق بیان پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنه د میرویس نیکه ترانسپورټي شرکت پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي چې د وژل شوو سپرلیو جسدونه د زابل ملکي روغتون او ټپيان د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د زابل ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر نذیر حریفال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې د لسو وژل شوو وګړو جسدونه یې په ۴ امبولانسونو کې یاد روغتون او ټپيان په امبولانسونو او شخصي موټرو کې د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار میرویس روغتون نوکریوال ډاکتر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون د زابل له پېښې ۲۳ ټپيان او یو جسد ور وړل شوي دي.

یاد ډاکټر وايي، په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي او د ډېرو ټپيانو ټپونه ژور دي.

د ده په وینا، د ټپیانو له ور رسېدو سره د کندهار ښار ګڼ ځوانان دغه روغتون ته ورغلي او له ټپيانو سره یې د وینې مرسته کړې ده.

که څه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو امنیتي چارواکي وايي چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و.

Views: 21

Exit mobile version