Pajhwok Afghan News

د غزني د ګیرو ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى

غزني ښار- ښرنه (پژواک، ٢٠ غويى ١٤٠٠): حکومتي مسوولين وايي چې د غزني د ګيرو ولسوالۍ امنيه قوماندان او په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د غويي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګيرو ولسوالۍ پر امنيه قوماندان څارمن عبدالغفور د خواجه عمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((د ګيرو ولسوالۍ يو شمېر پوليس په خواجه عمري کې خدمتي دنده ترسره کوي، قوماندان هلته د پوستو د معاينې لپاره روان و چې د لارې په اوږدو کې د ماين چاودنه پرې شوې او وژل شوى دى.))

جمعه زاده زياتوي چې په ياده چاودنه کې بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده، وړمه اوونې د غزني د ده يک او ناوې ولسواليو امنيه قوماندانان هم د ماين په چاودنو کې وژل شوي وو.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى دى.

د پکتيکا امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره ورځ په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او يو بل پوليس په هدفي بريد کې وژل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد نذير هم د يادو قوماندان د وژل کېدو پېښه تاييد کړه.

د يادو پېښو مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 32

Exit mobile version