Pajhwok Afghan News

اسرائيلي ځواکونو په غزه کې د نړيوالو رسنيو ودانۍ پر راکټونو ویشتلې

اسرائيلي ځواکونو په غزه کې

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ١٤٠٠): اسرائيلي ځواکونو د فلسطين په غزې ښار کې د نړيوالو رسنيو اړوند يوه ودانۍ الوځولې، بلخوا په دغو بريدونو کې د وژل شوو فلسطينيانو شمېر ١٥٠ کسانو ته رسېدلی دی.

اسرائيلي ځواکونو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د فلسطين پر غزې ښار هوايي او ځمکني بريدونه وروسته له هغه پيل کړي چې د مسلمانانو په درېيم ستر جومات مسجد الاقصى کې د اسرائيلي پوځيانو او فلسطيني مسلمانانو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو.

د الجزيرې ټلوېزيون د راپور له مخې، پرون مازديګر مهال اسرائيلي ځواکونو په غزه کې پر هغې ودانۍ بريد کړی چې په کې د الجزيرې ټلويزيون، د امريکا د اسوشيېټېډ پريس اژانس او ګڼو نورو نړيوالو رسنيو دفترونه دي.

خو د راپورونو له مخې، په دې پېښه ځکه چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې چې له بريد يو ساعت مخکې دوى ته خبردارى ورکړل شوى و چې دا دنګه ودانۍ تخليه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټيرز د رسنيو پر ودانۍ د اسرائيلي ځواکونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

بلخوا په غزه کې د فلسطين د عامې روغتيا ادارې ويلي چې تر اوسه په اسرائيلي بريدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ١٥٠ کسانو ته رسېدلی او تر ٩٥٠ ډېر ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شوو کې ٤٠ ماشومان او ١٥ ښځې هم شامل دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن تېره شپه د فلسطين له ولسمشر محمود عباس او د اسرائيلو له لومړي وزير نتن ياهو سره ټيلېفوني خبرې کړې او د شخړې پر هواري يې سلا مشورې کړې دي.

Views: 180

Exit mobile version