Pajhwok Afghan News

په نړيواله کچه د کرونا ناروغانو او مړینو پېښې ٤٠ سلنه کمې شوې دي

کابل (پژواک، ٢٧ غويى ١٤٠٠) : که څه هم په هندوستان کې کرونا اوس هم د خپرېدو په حال کې ده، خو په نړيواله کچه د دغه ويروس له امله د ناروغانو او مړینو پېښې مخ په کمېدو دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا يو نيم کال مخکې له چين څخه خپور شو اوس د نړۍ ټولو هېوادونو او سيمو ته رسېدلی، خو تر ډېره بريده زيات يې امريکا، هندوستان او برازيل ځپلي دي.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په دغو درېيو هېوادونو کې تر اوسه تر ٧٠ ميليونه ډېر کسان پر کرونا اخته او شاوخوا يو ميليون کسان یې له امله مړه شوي دي.

د (ورلډ اوميټور) په نوم يو ويب سايټ د معلوماتو له مخې، چې هره ورځ په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ په اړه ارقام او معلومات خپروي، تر نن د غويي ٢٧مې، په ټولنې کې ١٦٣ ميليونه کسان پر کرونا اخته، ٣ ميليونه او ٣٣٩ زره کسان مړه او ١٤٢ ميليونه کسان بېرته روغ شوي دي.

دغې سرچينې زياته کړې چې د٢٠٢١ کال د جنورۍ مياشتې په اتمه په يوه ورځ ټوله نړۍ کې شاوخو ٨٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او د همدې مياشتې په ٢٠مه په يوه ورځ تر ١٧ زرو ډېر کسان مړه شول.

د يادې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، تر جنورۍ مياشتې وروسته د کرونا نړيوال ارقام بېرته ټيټ شول او د اپريل مياشتې تر لومړيو اوونيو پورې دا کچه ټيټه شوه، خو د اپريل له وروستۍ لسيزې وروسته يو ځل بيا د برازيل او هندوستان په ګډون په يو شمېر هېوادونو کې د کرونا ويروس په تېزۍ سره خپور شو .

د معلوماتو له مخې، د اپريل مياشتې په ٢٩مه، په يوه ورځ په ټوله نړۍ کې ٩٠٥ زره کسان پر کرونا اخته او څه دپاسه ١٥ زره کسان په يوه ورځ مړه شول.

خو له تېرو څو ورځو راهيسې د کرونا کچه يو ځل بيا ټيټه شوې ده، تېره ورځ په ټوله نړۍ کې ٥٣٨ زره کسان پر کرونا اخته او ٩٨٥٣ کسان مړه شوي دي.

Views: 7

Exit mobile version