Pajhwok Afghan News

د هرات د تورغونډۍ ښارګوټي امنیتي حوزې امر وژل شوی

هرات ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۰): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې د تورغونډۍ ښارګوټي د پولیسو حوزې امر د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي نن سې شنبې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د تورغونډۍ ښارګوټي د پولیسو حوزې امر فیروز احمد اڅکزی په تورغونډۍ ښارګوټي کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

ده زیاته کړه چې اڅکزی اول ټپي و، روغتون ته له رسېدو مخکې یې ساه ورکړه.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده، دغه پېښه تايید کړې پژواک ته وویل چې تېره شپه د طالبانو د کمین له امله د تورغونډۍ ښارګوټي حوزې امر ووژل شو.

ده زیاته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي.

له بل لوري د هرات والي وایي چې تېره شپه طالبانو د دغه ولایت د اوبې پر ولسوالۍ باندې برید کړی چې د دې نښتې په پایله کې د یادې ډلې د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 27

Exit mobile version