Pajhwok Afghan News

همدرد: د سولې او جګړې برخليک د څو محدودو کسانو په لاس کې دی

جمعه خان همدرد

مزارشريف ( پژواک، ۲۸غويی ۱۴۰۰) : د افغانستان د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر وايي، چې د افغان سولې برخليک د څو محدودو کسانو لاس کې دی او په وينا يې که دغه کسان وغواړي؛ نو جګړه پای ته رسېدای شي.

جمعه خان همدرد که څه هم د چا نوم نه اخلي؛ خو وايي (زموږ مشران) دې هغه ناکامه تجربه بيا نه تکراروي، چې له امله يې ۲۹ کاله وړاندې د سولې د نننۍ پروسې په څېر لاسته راغلی فرصت ضايع شو او جګړې پیل شوې.

نوموري دغه څرګندونې په مزارشريف ښار کې د بلخ ولايت له لسګونو ځوانانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه ووويل چې د افغانستان عام ولس له جګړې ستړی دی او جدي غوښتنه يې دا ده څو روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

همدرد زياته کړه: “د ۲۹ کاله وړاندې په څېر نن هم د سولې او جګړې برخليک د درې يا څلور کسانو په لاس کې ده، زه وايم خدای دې زموږ مغرورو رهبرانو ته توفيق ورکړي، چې د سولې دغه لاسته راغلی فرصت ضايع نه کړي.”

هغه وايي، ډاډه دی که يو څو محدود کسان وغواړي؛ نو د سولې توافق رامنځته کېدای شي.

د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر همدا راز د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، چې هره ورځ د جګړې له امله لسګونه کسان وژل کېږي.

نوموړي د جنګ پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې يو بل ته لاس ورکړي او د تفاهم له لارې دې د روانې افغان وژنې مخه ونيسي.

هغه زياته کړه: ” که د امنيتي ارګانونو ليکو کې دي او که طالبان دي؛ خو چې هره ورځ د جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو ټول يې ځوانان دي، په داسې حال کې چې دا وطن ځوانانو ته اړتيا لري؛ خو متاسفانه زموږ ځوانان هره ورځ قرباني کېږي.”

نوموړی وايي چې افغان ولس خپل منځ کې هېڅ ډول ستونزه نه لري او په وينا يې که د لوړې کچې سياستوال خپل منځ کې متفیق شي نو تاوتريخوالی ورسره کمېدای شي.

د يوه بل خبر له مخې، مزارشريف ښار کې د سولې ولسي حرکت د پيل او هڅو په تړاو جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.

د ياد پروګرام جوړوونکي وايي، موخه يې دا ده څو ځوانان وهڅوي، چې د سولې راتلو لار کې هڅې وکړي.

د پوهنتون استاد او د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر جمشید فردي پژواک ته وويل چې له هلمنده د سولې پيل شوی حرکت د افغانانو رښتينی غږ دی چې بايد نړيواله ټولنه او د جګړې ښکېل اړخونه ورته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل، که څه هم د سولې حرکت په پيل کې تر هلمند محدود وو خو زياتوي چې اوسمهال دغه حرکت د ټول افغانستان استازيتوب کوي.

د فردي په خبره، افغان ځوانان هيله لري څو ژر تر ژره د سولې روانې خبرې يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.

بلخ کې د سولې ولسي حرکت ولايتي مسووله فرزانه رحيمي وايي چې د افغان سولې بهير کې د ځوانانو نقش له پامه نه شي غورځول کېدای.

هغه همدا راز د تاوتريخوالي پر پای ته رسېدو د ټينګار تر څنګ وايي، چې د جنګ دواړه لوري دې د يوه دوامداره اوربند پر سر توافق وکړي.

Views: 142

Exit mobile version