Pajhwok Afghan News

بغلان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمری (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۰): د بغلان د مرکز پلخمري اړوند ډنډ غوري سیمه کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او پنځه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت د ډنډ غوري سیمې اوسېدونکی اخترګل د دغې پېښې په تایيدولو سره پژواک اژانس ته وویل چې نن سهار لس بجې د ډنډ غوري د جوی نو کلي اوسېدونکي عمرا خان په کور کې جنازه وه چې ناڅاپي پرې د هاوان مرمۍ ولګېده.

ده زياته کړه، مرمۍ د مړي پر کور لګېدلې چې په کې د عبدالرحمن په نوم د یوه کس نږور او یو اته کلن ماشوم ټوټې ټوټې شوي دي.

اخترګل چې د همدې سیمې اوسېدونکی دی، وايي په دغه پېښه کې د مېرمنو په ګډون پنځه کسان ټپیان دي چې ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي، له ډنډ غوري سیمې نه ملکي روغتون ته څلور کسان چې دوه مېرمنې او دوه ماشومان دي، ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، یوې اته کلنې ماشومې چې ټپونه یې زیات ژور و، په روغتون کې سا ورکړه او د بل ماشوم روغتیا يي وضعیت هم ښه نه دی.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وايي، تر اوسه ورته د دغې پېښې په اړه رسمي معلومات نه دي ور رسېدلي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د بغلان ولایت په نهرین، بغلان مرکزي او دهنه غوري ولسوالیو کې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی، خو د هاوان مرمیو لګېدو سیمه کې جګړه نه وه او د ځایي اوسېدونکو په وینا، د کلي لور ته له جګړې پرته د هاوان مرمۍ ویشتل شوې ده.

Views: 4

Exit mobile version