Pajhwok Afghan News

د فاریاب لاریون کوونکي: له دوستم سره له مشورې پرته هېڅوک د والي په توګه نه منو

میمنه (پژواک،۳۰ غویی ۱۴۰۰): د فاریاب سلګونو اوسېدونکو او د جنبش ګوند پلویانو د دغه ولایت لپاره د نوي والي د ټاکلو په اعتراض کې په میمنې کې د لاریون په شپږمه ورځ خبرداری ورکړ که چېرې د فاریاب د والي په ټاکلو کې له مارشال دوستم سره مشوره ونه کړي، هېڅوک د والي په توګه نه مني.

په دې وروستیو کې داوود لغماني د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړاندیز او ولسمشر د حکم له مخې د نقیب الله فایق پرځای د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی او فایق د مشرانو جرګې د انتصابي غړي په توګه معرفي شوی دی.

د نوي والي له ټاکل کېدو وروسته، مارشال عبدالرشید دوستم غبرګون وښود او خپلو پلویانو ته یې وویل چې د فاریاب د والي په ټاکلو کې ورسره مشوره نه ده شوې؛ نو باید د دې اقدام پر وړاندې ودریږي. له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې په فاریاب کې د دوستم د کسانو له خوا لاریونونه پیل شوي او وسله والو لاریون کونکو د ولایت د مقام په ګډون ځینې دولتي ادارې تړلې دي.

اعتراض کووونکو نن هم په میمنې ښار کې لاریونونه وکړل او د پوهنې او پوهنتون د تړلو په ګډون یې نن د ښار ټول پلورنځي هم تړلي دي.

اعتراض کوونکو چې «موږ عدالت غواړو، «دواوود لغمانی نه غواړو»، والي باید له فاریابه وټاکل شي» شعارونه یې ورکول، خبرداری ورکړ چې که د والیانو په ځانکړې توګه فاریاب د والي په اړه له مارشال دوستم سره مشوره ونه شي، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

په دغه ولایت کې د جنبش ګوند د ولایتي شورا مرستیال انجینر امان امین وویل: «نن شپږمه ورځ ده چې موږ د نوي والي د معرفي کېدو پرضد لاریون کوو، ولایتي دفتر او دولتي ادارې مو تړلې؛ خو ولسمشرۍ په نظامي مرکز کې یو کس د والي په توګه معرفي کړی دی.»

هغه وویل چې لاریون به تر هغه دوام وکړي چې مشروع غوښتنو ته یې رسېدنه وشي.

د فاریاب د قومي مشرانو شورا رییس عبدالقدوس قلیچ وویل چې د اختر له درېیمې تر نن ورځې، خلک د نوي والي د معرفي کېدو پرضد شپه او ورځ په سړکونو لاریونونه کوي​​، حکومت چوپ او د ناورین رامنځته کېدو په تمه دی.

هغه زیاته کړه: «ښه ده چې ولسمشر او نږدې کسان یې د فاریاب په اړه عاقلانه پرېکړه وکړي او له سیاسي مشرانو سره په مشوره بل والي وټاکي.»

هغه وویل، لاریون کوونکو پرېکړه کړې چې که د نوي والي په ټاکلو کې له مارشال دوستم سره مشوره ونه شي، هېڅوک د والي په توګه نه مني.

د یادونې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند پلویانو هم نن په لاریون کې ګډون درلود.

Views: 2

Exit mobile version