Pajhwok Afghan News

په غور کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي

فیروزکوه (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۰): په غور کې سیمه ییز چارواکې وایي چې د دغه ولایت د مرکز  فیروزکوه ښار لوېدیځ کې په دوو جلا پېښو کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي، پژواک اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه تېر ماښام د فیروزکوه ښار په لوېدیځ کې د سیاسنګ په کلي کې شوې چې په پایله کې يې دوه نارینه وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

د هغه په وینا، نن سهار هم د فیروزکوه ښار لوېدیځ لورته د خارستان په کلي کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ یوه مېرمن، یو نارینه او دوه ماشومان وژلي دي.

نوموړي د دغو پېښو عاملین طالبان یاد وبلل او زیاته یې کړه چې طالبانو د فیروزکوه د کلیو په ټولو ارتباطي لارو کې ماینونه ایښي دي.

د طالبانو د ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي په لارو کې د ماینونو ایښودو خبره ردوي او وایي چې په دغو پېښو کې دوی لاس نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام هم طالبانو درې مسافر د غورـ هرات پر لویې لارې د بند باین سیمه کې له موټر ښکته کړي او وروسته یې پر ډزو وژلي دي.

Views: 1

Exit mobile version