Pajhwok Afghan News

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له یوه زندانه اته سرتېري را خوشي شوي

کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ١٤٠٠): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو په بغلان ولايت کې د طالبانو له یوه زندانه اته سرتېري را خوشي کړي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان د غبرګولي په درېيمه وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ د عمرخېلو په کلي د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په پايله کې اته سرتېري را خوشي شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد احمد بشارت هم دغه موضوع تاييدوي.

دى وايي: ((په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په شپنيو عملياتو کې اته سرتېري را خوشي شوي او ځانګړو ځواکونو مرکزي بغلان ولسوالۍ ته د نورو ځواکونو د تګ لار هم خلاصه کړې ده.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، له تېرو څو ورځو راهيسې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې دي چې له امله يې زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي او په بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

Views: 23

Exit mobile version