Pajhwok Afghan News

ولسمشر غني: د بهرنیو ځواکونو په وتو سره به د سیمه ییزو اړیکو نوی فصل پیل شي

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسمشر غني طالبان کوچنۍ حلقه بولي او وايي، طالبان غواړي “موږ ووژني”، خو دی غواړي چې په غېږ کې یې ونیسي او رايې ولي څو دا وطن ومني او د ابادۍ په فکر کې شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ «د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو اوونۍ» په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې په کابل کې وکړې.

هغه د هېواد په ۳۰ ولايتونو کې د لسګونو پروژو پرانيستې د هدایت د ورکړې ترڅنګ واليانو ته وويل چې د ځوان نسل د روزنې او هېواد د پرمختګ او ځان بسیاينې په موخه دې د مسلکي تعليماتو او لوړو زده کړو پروژې پرانيزي.

ده زیاته کړه: «د سولې راوستو په تړاو پر هغه ټکي چې موږ ټینګار کوو، د افغانستان ملت له خوا د ځایناستې ټاکنه ده. نن یو معلم جمهور ريیس دی، سبا به بل څوک وي، دلته د ملت ټاکنه کلیدي او مهمه ده.»

غني د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په اشاره وويل چې نړیوال ځواکونه په عزت او احترام سره وځي، ایا تاسې د ولسمشر کوم تشویش ولید؟ هماغسې چې راغلي وو، بېرته ځي، خو افغانستان انزوا ته نه ځي؛ ځکه له دې سره به د سیمه ییزو اړیکو نوی فصل پیل شي.

د ده په وينا، د بهرنیو ځواکونو وتلو په تړاو یوه ورځ پرېکړه کېدونکې وه او دا خاوره یې پرېښوده، خو د افغانانو مسوولیت دا دی چې دا خاوره تر ابده وساتي.

هغه وويل: «پر افغانستان ولاړ یم؛ ځکه دا زموږ وطن دی… جمهوریت یوه لویه دایره، خو طالبان یوه وړه حلقه ده. دوی (طالبان) غواړي موږ ووژني، خو موږ غواړو چې په غېږ کې یې ونیسو او دوی راولو چې دا وطن ومني او د ابادۍ په فکر کې یې شي. موږ باید چمتو و اوسو چې خپل ملي یووالی تامین کړو او دا کار ګذشت غواړي.»

د لوړو زده کړو وزير عباس بصير وويل، په دې غونډه کې يې نن ورځ تر ټولو مهم پروګرام د مختلفو رشتو د ۶۵ تحصيلي نصابونو مخکتنه ده چې د ټولنې د اړتياوو پر بنسټ د نړيوالو معيارونو په پام کې نيولو سره ورته بیا کتنه شوې او انکشاف ورکړل شوی او تمه ده چې د روان کال تر پايه پورې پر ۹۰ نورو تحصيلي نصابونو بیا کتنه وشي.

ده زياته کړه، د لوړو زده کړو له نوښتيزو او پراختيايي فرصتونو په استفادې، د لوړو زده کړو نظام د زده کړو له محوري نظام څخه پر څېړنې ولاړ نظام او په پایله کې تولیدوونکی نظام رامنځته کوي؛ ځکه څېړنه د اقتصادي خوځښت او ملي انکشاف له مهمو عواملو څخه ده.

د هغه په وينا، د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري له دې برنامې په استفادې د مختلفو او مهمو موضوعاتو په اړه په کال کې شل ګروپي څېړنې ترسره کړي او پايلې يې د حکومت د رهبرۍ په واک کې ورکړي.

Views: 29

Exit mobile version