ښرنه (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
په پکتيکا کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرروضې ولسوالۍ په سرروضې سيمه کې د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونوال ديار خان شينواري په ټانګ د ماين چاودنه شوې.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې خپله قوماندان وژل شوى او دوه ساتوونکي يې سخت ټپيان شوي دي.
دغه راز د سرروضې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې لس ورځې وړاندې نوموړى د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه معرفى شوى و.
هغه وايي: ((بېګاه يې په ټانګ چاودنه شوې خپله وژل شوى او ټانګ يې له منځه تللى.))
بل لورته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د سرروضې ولسوالۍ د امنيه قوماندان ديار خان پر ټانګ طالبانو چاودنه کړې ده.
هغه وايي:((ديار خان غوښتل چې د طالبانو په ضد عمليات وکړي چې د سپرلۍ په ټانګ يې چاودنه وشوه.))
مجاهد زياتوي چې په دغې چاودنه کې قوماندان او دوه ساتوونکي يې وژل شوي او ټانګ يې هم له منځه تللى دى.
د يادونې ده چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د يادې ولسوالۍ يو بل امنيه قوماندان جمعه خان هم د ماين په چاودنه کې وژل شوى و.
Views: 136