Pajhwok Afghan News

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١٧٠ ميليونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ١٤٠٠) : د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٧٠ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

کرونا ويروس چې يو نيم کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن ( د غبرګولي ٨ مه،) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٧٠ میلیون کسانو ته رسېدلې ده.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ١٥٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او درې نيمه ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٥٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او ١١ زره نور کسان ترې مړه شوي دي.

خو د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول شاوخوا شپږ سوه زره کسان پر کرونا اخته او اته زره ترې مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تراوسه ٣٤ميليونه، په هندوستان کې ٢٧ميليونه او په برازيل کې ١٦ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٦٠٨ زره، په هندوستان کې ٣٢٢ زره او په برازيل کې ٤٥٩ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ٧٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٩٠٠ کسان مړه او څه باندې ٥٦ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 22

Exit mobile version