Pajhwok Afghan News

هلمند کې ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ١٠ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې د پوستې د يوه قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوليسو يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې په ياده جګړه کې د يوې پوستې د قوماندان جمعه خان په ګډون څلور پوليس وژل شوي، درې نور ټپيان شوي او يو بل طالبانو له ځان سره بيولى دى.

سرچينې دا هم وويل چې په ګرمسېر کې د تېرې شپې د جګړې پر مهال ١٥ طالبان هم وژل شوي دي.

دغه راز د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پرله پسې جګړې روانې دي.

دى وايي چې د همدې جګړو له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د پنځو ولسواليو ترڅنګ د ډېرو سيمو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

Views: 91

Exit mobile version