کندوز (پژواک، ١٠ غبرګولى ١٤٠٠): د ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډو ځواکونو په کندوز ښار کې د طالبانو له يوه زندانه پنځه سرتېري ازاد کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اړوند د قوش تپې په سيمه کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې پنځه سرتېري د طالبانو له زندانه ازاد شوي، ١٢ طالبان وژل شوي او اته نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې او مهمات هم د حکومتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز په کندوز کې ٢١٧ پامير قول اردو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياده موضوع تاييد کړې او ويلي یې دي چې په ازاد شوو کسانو کې دوه د ملي اردو سرتېري، دوه پوليس او يو پاڅونوال شامل دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په تېرو څو ورځو کې کومانډو ځواکونو په هرات او بغلان ولايتونو کې هم لسګونه کسان د طالبانو له زندانونو ازاد کړي دي.
Views: 27