جلال اباد (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې يوه زوی د خپل خسر په همکارۍ خپل پلار حلال کړی چې ځايي خلک يې انګېزه کورنی تاوتريخوالی په ګوته کوي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د غبرګولي په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې يوه زوی خپل پلار حلال کړی دی.
هغه زياته کړه چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د سيمې یوه اوسېدونکي سبحان الله پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوی کس اصلن د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ دی او پلار يې په دوربابا کې حلال کړی دی.
هغه زياته کړه چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې او زوی دغه کار د خپل خسر په همکارۍ کړی دی.
بلخوا د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان وايي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي خو د نيول شوو کسانو د هويت په تړاو يې معلومات ورنه کړل.
هغه زياته کړه چې پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې څو انګېزه يې معلومه کړي.
Views: 2159