ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د هلمند هوایي برید کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

حکومت: د هلمند هوایي برید کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jun 2021 - 20:55
حکومت: د هلمند هوایي برید کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jun 2021 - 20:55

لښکرګاه (پژواک ،۱۴غبرګولی ،۱۴۰۰) په هلمند ولایت کې د میوند قول اردو وایي چې د پوځي تجهیزاتو د چور پر مهال په هوایي برید کې وسله والو مخالفینو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان بیا وایي چې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۱۵ میوند قول اردو لخوا د غبرګولي په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار افغان هوایې ځواکونو په نهرسراج ولسوالۍ کې  دطالبانو پریوه غوڼده برید کړی چې په پایله کې یې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوې  او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی ددې ترڅنګ داهم وویل چې له بده مرغه یو شمېر ملکي کسان له وسله والو طالبانو سره د پوځي تجهزاتو د لوټولو په موخه دافغان ځواکونو یو قرارګاه ته ننوتي وو، هغوی ته هم په هوایي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ملکي تلفاتو کره شمیره په ډاګه نه کړه.

بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړي چې نن سهار ۱۰بجو څخه بیا ترغرمي پورې ددې ولایت دنهرسراج ولسوالۍ په یخچال سېمه کې دولتي هوایې ځواکونو پرملکي کسانو هوایې بریدونو کړي  چې په ترڅ کې یې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر ۷۰ پورې ټپیان دي.

بلخوا ځینې ځآیي سرچینې وایي چې د پیښې له ځای څخه یو شمېر ټپیان دګرشک ، کندهار، لښکرګاه ایمرجنسې روغتون ته وړل شوې دې .

بلخوا بیا دایمرجنسې روغتون یوسرچینې دنوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل چې دګرشک ایمرجنسي روغتون ته ۱۲ټپیان او دلشکرګاه روغتون ته ۳ ټپیان راوړل شوي دي .

د یادونې وړد ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ددولتي پوستو او مرکزونو د سقوط پر مهال توکي یې د خلکو لخوا چور کیږي.

 

Views: 2204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.