Pajhwok Afghan News

 د کرنې رييس: هلمند کې به سږکال پنځه سوه زره ټنه غنم توليد شي

لښکرګاه (پژواک، ١٧ غبرګولى ١٤٠٠): د هلمند د کرنې رييس وايي چې سږکال د دغه ولايت په څه باندې سل زره هکټاره ځمکه باندې غنم کرل شوي چې د حاصلاتو کچه به يې پنځه سوه زره ټنه وي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د غبرګولي په ١٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال د دغه ولايت په ١١٥٠٠٠ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د اټکل له مخې په دغه ځمکه کې به سږکال شاوخوا پنځه سوه زره ټنه غنم توليد شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نورو کلونو په پرتله سږکال په هلمند کې غنم له نباتي ناروغيو او افتونو څخه پاک دي.

الکو وايي، پلان لري چې سږکال هم له کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې په برخو کې مرستې وکړي.

دى زياتوي چې په کرنيزه برخه کې د کروندګرو د پوهې د لوړولو په موخه يو شمېر ورکشاپونه هم ترسره شوي دي.

بل لورته کروندګر هم د غنمو له سږنيو حاصلاتو خوښ دي.

د ګرشک ولسوالۍ يو تن ګروندګر محمد قاسم پژواک ته وويل چې سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه ښه ده.

هغه وايي: ((سږکال زموږ غنم له مرضونو څخه پاک دي، دا ډېر ښه غنم دي له حکومت څخه هيله لرو چې نورو هېوادونو ته يې د صادرولو مخه ونيسي، ترڅو دا ښه غنم په خپل هېواد کې ولګول شي.))

دغه راز د عبدالکريم په نوم يو بل کروندګر هم پژواک ته وويل چې لس جريبه ځمکه کې يې غنم کرلي او هيله مند دى چې ډېر حاصلات به ترلاسه کړي.

دى وايي: ((تخمونه اصلاح شوی وو، کيمياوي او نوره سره مو هم په وخت ورکړې ده، مرضونه يې هم نه دي کړي، دانه يې هم غټه ده نو انشاالله چې ښه حاصلات کوي.))

داسې مهال په هلمند کې د پنځه سوه زره ټنه غنمو د توليد خبره کيږي چې افغانستان هرکال له نورو هېوادونو څخه غنم واردوي او ډېر وخت ستونزې هم په کې وي.

Views: 93

Exit mobile version