کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د دوو امنیتي منسوبینو په ګډون درې کسان وژلي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دغه کسان نن په دوو جلا پېښو کې د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د معیوبینو په ښارګوتي او کجل کلي کې وژل شوي دي.
د کابل پولیسو ویاند وايي چې وژل شوي نظامیان ذبیح الله او سمیع الله نومېدل خو د درېیم وژل شوي کس هویت تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.
نوموړي څرګنده کړه چې د دې پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو دواړه پېښې د کابل امنیتي ګډ ټېم تر کار لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په مربوطاتو کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي، اوونۍ مخکې یو بل امنیتي منسوب هم د اتمې ناحیې اړوند په دوه سوه فامیلیو کې وژل شوی و.
Views: 34