Pajhwok Afghan News

 د ولسي جرګې نننۍ استیضاحیه ناسته د نصاب نشتون له امله بې پایلې وه

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د ولسي جرګې نننۍ استیضاحیه ناستې د نصاب د نشتون له امله پایله نه لرله، دې جرګې ونه شو کړای د تراسپورټ له وزیر څخه د باور رایې اخیستو یا د نوموړي د دندې دوام په اړه تصمیم ونیسي.

ولسي جرګې د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي نن د ناقانونه ګومارنو، په دنده کې ناغېړۍ او دې جرګې ته د احترام نه لرلو له امله استیضاح کړی و.

د جرګې ځینو غړو د ترانسپورټ وزیر په اسلام کلا بندر، فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي بندر او کابل شکردرې ولسوالۍ کې په اورلګېدنو تورن کړ او ویې ویل، ذکي په یادو ولایتونو کې د قانون خلاف کسان پر دندو ګومارلي او دغې جرګې ته احترام نه لري. دا په داسې حال کې ده چې ذکي څه وخت مخکې د یادې جرګې استجوابیه ناستې ته نه و حاضر شوی.

دغه راز دوی له جزییاتو پرته وویل، ترانسپورټ وزارت د کمېشن کارۍ پر محل بدل شوی او د دغه وزارت ټول پوسټونه «سرقلفۍ ته» ورکول کېږي.

خو د ترانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي د باروړونکو موټرو د سوځېدو اړوند وویل، یاد وزارت د بار وړونکو موټرو برخه کې هېڅ صلاحیت نه لري او دغه اداره نه شي کولای یاد وسایط ودروي یا ترې پوښتنه وکړي.

د نوموړي په خبره، د باروړونکو موټرو برخه په مالیې وزارت پورې تړاو لري او د ولسمشر د حکم له مخې د عایداتو ټولول او د یاو وسایطو ارزونه د هغې ادارې اړوند دي.

هغه زیاته کړه: ((موږ په دې برخه کې نه صلاحیت او نه هم مسوولیت لرو، باربري ترانسپورټ په دغه وزارت پورې اړه نه لري.))

ذکي چې په ۱۶مه دوره کې یې د ولسي جرګې غړیتوب درلود وویل، هېڅکله یې دې جرګې ته بې احترامي نه ده کړې، ځکه د ذکي په خبره د ملي شورا په ۱۶مه دوره کې غړیتوب او د دې جرګې مایک ترانسپورټ وزارت ته د نوموړي د رسېدو لامل شوی.

د ذکي په خبره، کله چې دی جرګې ته د استجواب لپاره غوښتل شوی و، نوموړی د لسمشر په امر په رسمي سفر له هېواده بهر و او هېڅکله جرګې او د خلکو استازو ته بې احترامي نه کوي.

هغه د ګومارنو په اړه وویل: ((لاړ شئ او څېړنې وکړئ. که مو څوک پیداکړ چې ما له خپلوانو او دوستانو ګومارلی وي ځواب ورکولو ته تیار یم، همدا اوس مې درې وروڼه چې دوکتورا لري کار نه لري.))

هغه وویل: ((تاسو ته ژمنه درکوم چې په دې اداره کې سلیقوي او ناقانونه ګومارنې نه دي ترسره شوې، او د ولسمشر د حکم له مخې هر وزیر چې داسې عمل وکړي له دندې ګوښه کېږي.))

د ترانسپورټ وزیر له څرګندونو وروسته د داخلي دندو د اصولو مطابق درېیو کسانو د ذکي له خبرو سره قناعت وکړ او د درېیو غړو لپاره یې څرګندونې د قناعت وړ نه وې او باید صندوق اېښودل شوی وای.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د اصولو له مخې باید ذکي ته د رایو صندوق ایښودل شوی وای، خو له دې امله چې د جرګې نصاب نن پوره نه دی، نوموړی ته به په راتلونکې ناسته کې د رایو صندوق کېښودل شي، څو په ډاګه شي چې له وزیر صلاحیت اخیستل کېږي یا په وزارت کې پاتې کېږي.

د داخلي دندو د اصولو له مخې، کله چې د جرګې په ناسته کې ۱۲۶ غړي ګډون ولري نصاب پوره دی، دا په داسې حال کې ده چې د نننۍ ناستې په پیل کې د جرګې ۱۳۶ غړي شامل وو او نصاب بشپړ و خو کله چې باید صندوق ایښودل شوی وای نصاب پوره نه و.

د اساسي قانون په ۹۲ مه ماده کې راغلي: (( ولسي جرګه د ټولو غړو د شل سلنو پر وړاندیز کولای شي له هر یوه وزیر څخه استیضاح وکړي، که وړاندې شوې توضېح د قناعت وړ نه وي، ولسي جرګه د نه باور د رایې موضوع څېړي، پر وزیر د نه باور رایه باید صریحه، مستقیمه او پر پخو دلایلو ولاړه وي، دغه رایه د ولسي جرګې د ټولو غړو د رایو په اکثریت صادرېږي.))

د یادې مادې له مخې، له یوه وزیر څخه د باور رایې اخیستو لپاره اړتیا ده چې د جرګې ۱۲۶ غړي رایه ورکړي، له دې پرته وزیر سلب اعتماد نه شي کېدای.

Views: 13

Exit mobile version