Pajhwok Afghan News

په هرات کې افغان قرارداديان د بهرنيو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي

هرات ښار (پژواک، ۱۹غبرګولی ۱۴۰۰): لسګونه افغان قرارداديان چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې یې له بهرنیو ځواکونو سره کار کړی اوس مهال د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

دغه افغان قرارداديان نن د هرات د بشري حقونو د کمېسیون مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي څو خپل غږ تر اړوندو بنسټونو ورسوي.

د دغو قراردادیانو استازي وحید کاکړ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د قرارداديانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي وویل چې شاوخوا ۱۲۰ قراردادیانو له ۲۰۰۱ کال راهیسې په هرات کې د بهرنیو ځواکونو په «ارینا» کمپ کې همکاري کوله او اوس مهال د دغو ځواکونو په وتلو سره د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د هغه په وینا، قراردادیانو په ۲۰ کلونو کې د بهرنیو ځواکونو لپاره ډېر خدمتونه لکه د کمپونو جوړول، د توکو انتقال او پېرودنې کړې دي او اوس مهال د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي څرګنده کړه چې تېر کال طالبانو د هرات د ګذرې ولسوالۍ په سیوشان کلي کې یو قراردادي د بهرنیو ځواکونو کمپ ته د رېګ د دوو موټرو د انتقال په جرم وواژه.

یوه بل قراردادي جلیل احمد احمدزي پر بهرنیو ځواکونو له نیوکې سره پژواک ته وویل، دا چې ۲۰ کاله یې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کړې؛ خو دغو ځواکونو یې یوې کوچنۍ غوښتنې ته هم پام نه دی کړی.

په هرات کې د بهرنیانو د “ارینا ” کمپ بل قراردادي الیاس رحیمي وویل، که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې دوی له هغو کسانو سره چې له بهرنیو ځواکونو سره یې همکاري کړې؛ کار نه لري خو تجربې ښودلې چې طالبان هېڅکله هم پر خپله ژمنه عمل نه کوي.

دغه قراردادي له بهرنیو ځواکونو او ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې له هېواده بهر ورته د تلو زمینه ورته برابره کړي.

د هرات د بشري حقونو د ساحوي کمېسیون د نظارت غړي محمود جامي وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان قراردادیانو ژوند ته د ګواښ په اړه د دوی شکایت یې ثبت کړی او په مرکز کې به یې اړوندو بنسټونو ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم په کابل کې یو شمیر افغان قرارداديانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د یادونې ده چې طالبانو دوه ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، اندېښنه دې نه لري او له هېواده دې نه وځي؛ ځکه طالبان له هغوی سره هېڅ کار نه لري.

Views: 22

Exit mobile version