Pajhwok Afghan News

محب : حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، چې د کابل حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر به په نړیوالو معیارونو فعال پاتې شي.

له ملی امنیت شورا څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملکي هوايي چلند یا (ICAO) له نړیوالو معیارونو سره سم د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ساتلو په موخه په دغه ډګر کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت مېشتې قومانداني ته ورغی.

سرچینې زیاته کړې، د ملي امنیت له سلاکار سره په دې کتنه کې د ناټو ملکي سفیر، د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ قوماندان جنرال دیدریک، د ملي امنیت شورا دفتر تخنیکي مرستیال رفیع فاضل، د ناټو مرستیال او لوی ملکي استازي او د ترکیې نظامي قوماندان هم ګډون درلود.

ډاکټر محب د هوايي ټرافیکو د کنټرول ساحې، د ژغورنې او اطفایې خدمات، د میټرولوژي (هواپېژندنې) ګډ یونټ، د هوايي میدانونو د خوندیتوب مدیریت، رادار سیسټم، مخابرات او نظارت، سوق او اداره، حفظ او مراقبت او د دغه هوایي میدان د امنیتي خدمتونو ارزونه وکړه او و یې کتل.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې ناټو او امریکا له ترکیې څخه غوښتي دی چې د کابل د هوایی ډګر مسوولیت په غاړه واخلي.

خو ترکیې په مشروط دا غوښتنه منلې او له دوی څخه یې د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

Views: 46

Exit mobile version