کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت د خلکو همکاري او د روغتیا په برخه کې ملاتړ وغوښت او وايي چې د روغتيا سکتور له تېرو شلو کلونو راهيسې په اوس وخت کې ناوړه حالت تجربه کوي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح پرون له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيا له سکتور څخه د خلکو ملاتړ او د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي په هېواد کې د کرونا ویروس د ډېرېدلو له امله اندېښنه وښوده او ویي ویل: «د کرونا درېيمې څپې د هېواد روغتیایي سیستم سخت اغېزمن کړی او اوسمهال د تېرو شلو کلونو په پرتله ناوړه وضعیت تجربه کوو.»
مجروح له هغو ډاکټرانو سره چې شپه او ورځ د کرونا ناروغانو د ژغورلو لپاره کوښښ کوي، د هېوادوالو پر ناسم چلند نيوکه وکړه او زیاته یې کړه چې ډاکټران په روغتیایي مرکزونو کې د خلکو له ناسم چلند څخه خوندي نه دي.
هغه له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې برخه کې سره یو شي او له عامې روغتیا وزارت سره دې د دغه ویروس په کنټرول کې جدي همکاري وکړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل چې د جمهوري ریاست عالي مقام په جدي ډول د روغتیا له سکتور نه ملاتړ کوي او روغتیایې وضعیت مدیریت کوي.
مجروح په روغتیایي مرکزونو کې د دغه وزارت د تدابیرو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ځل روغتیایي مرکزونه د لومړۍ او دويمې څپې له ښو امکاناتو او ظرفیتونو څخه برخمن دي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کابل ولايت د مقام له خوا عامې روغتیا وزارت ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د کابل والي ټینګار وکړ چې سر له سبا په کابل ښار کې نظارتي ټیمونه خپل کار پيلوي او د سرغړونې په صورت کې به د ودونو د تالارونو، حمامونو او د لمبلو حوضونو له مالکانو سره جدي چلند وشي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرستې نیلاب مبارز هم د دغه بنسټ له لوري د عامې روغتیا له وزارت سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویي ویل چې په کابل کې د کرونا ویروس د ډېرېدو پر اساس د افغاني سرې میاشتې یو روغتون يې کابل کې د کرونا ناروغانو درملنې ته ځانګړی کړی دی.
هغې د کرونا ویروس په کنټرولولو کې د خلکو رول مهم وګاڼه او له خلکو یې وغوښتل چې د عامې روغتیا له وزارت سره همکار واوسي او روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي.
د یادونې ده چې تراوسه په افغانستان کې ۸۸۷۴۰ کسان په کرونا ویروس اخته دي، ۶۰۵۹۶ کسان بېرته روغ شوي دي، خو ۳۴۴۹ کسان مړه شوي دي.
Views: 15