Pajhwok Afghan News

” امنيتي ځواکونو د کندوز خان اباد ولسوالۍ بېرته نيولې ده”

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ غبرګولى ١٤٠٠): حکومتي مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونو د کندوز د خان اباد ولسوالۍ بېرته نيولې او چاڼيز عمليات يې هم پيل کړي دي.

د کندوز ولايتي شورا، ځينو سرچينو او وسله والو طالبانو سهار رسنيو ته ويلي وو چې د خان اباد ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.

خو امنيتي مسوولين وايي چې له غرمې وروسته دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نيول شوې ده.

په ياده ولسوالۍ کې د ٢١٧ پامير قول اردو د لومړۍ لوا د جګړې مسوول جګړن صديق پژواک ته وويل چې له څو ساعتونو وروسته امنيتي ځواکونه پر دې وتوانېدل چې د خان اباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه ونيسي.

دى وايي چې دا مهال د ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.

همدارنګه په کندوز کې ٢١٧ پامير قول اردو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه امنيتي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره له خان اباد ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړى و.

سرچينه وايي چې د ولسوالۍ د بېرته نيولو پرمهال ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو سهار د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې طالبانو نن سهار د کندوز د خان اباد ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده.

هغه زياته کړې وه چې د ولسوالۍ د نيولو پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم طالبانو تر لاسه کړي دي.

د يادونې ده چې د تېرې شاوخوا يوې مياشتې په اوږدو کې وسله والو طالبانو تر ٣٠ ډېرې ولسوالۍ نيولې دي.

Views: 147

Exit mobile version