ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: د ملي او نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لرو

کرکټ بورډ: د ملي او نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لرو

author avatar
16 Jun 2021 - 15:44
کرکټ بورډ: د ملي او نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لرو
author avatar
16 Jun 2021 - 15:44

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له هیڅ ډول مالي ستونزو سره نه دي مخ، د راتلونکو ملي او نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د غبرګولي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې له کلني پلان سره سم د افغانستان کرکټ له مالي پلوه د دې چمتووالی لري چې د افغانستان کورنی کرکټ، نړیوال کرکټ او همداراز په نړیوالو لوبو کې د بهرنیو هېوادونو کوربه توب وکړي.

هغه زیاته کړه: ((موږ له هر پلوه خپل ټول مالي امکانات د پلان مطابق لرو او د خپلو ټولو پلانونو عملي کولو توان لرو، خو د کرونا ویروس له امله مو ځینې پروګرامونه ټکني شوي دي.))

د هوتک په وینا، د کرونا ویروس کچې له ټیټیدو سره به هر څه په ډېر منظم شکل مخې ته یوړل شي او د شپږیزې اتم پړاو سیالۍ به هم ترسره شي .

د کرکټ بورډ ویاند هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې کرکټ بورډ له مالي ستونزو سره مخ دی، خو په ډاګه یې کړه، د کرونا له امله د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېر هېوادونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

خو هوتک وویل چې له دغو ستونزو سره سره د افغانستان کرکټ بورډ له پلان سره سم خپل کارونه پرمخ وړي، د پاکستان پر وړاندې سیالیو لپاره د ملي لوبډلې رونیز کمپ پیل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ یوه ورځنۍ سیالۍ د روان زیږدیز کال په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.

د کرکت بورډ ویاند زیاته کړه، د روان زیږدیز کال په نومبر کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه کیږي او د دې لپاره هم سر له اوس څخه چمتووالی پیل شوی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه تل په دې هڅو کې دی چې ګټور اصلاحات رامنځته او په هېواد کې لوبې ته نوره هم وده او پرمختګ ورکړي.

Visits: 538

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.