Pajhwok Afghan News

“امنیتي ځواکونو د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیوله”

میمنه (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکوي، یاده ولسوالۍ څلور ورځې مخکې طالبانو نیولې وه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال محمد ویس علمدار پژواک ته وویل چې تېره شپه کومانډو او د ملي اردو ځواکونو د لسګونو ټانګونو او هوایي ځواک په ملاتړ د اندخوی ولسوالۍ له لوري دولت اباد ولسوالۍ ته لاړل او بریدونه یې پيل کړل.

ده وویل چې د جګړې پرمهال ۱۲ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

علمدار وویل چې طالبان د دولت اباد ولسوالۍ له لاسه ورکولو وروسته د شیرین تګاب ولسوالۍ د نیولو په موخه راټول  شوي وو او ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې یي په ماینونو، رېګ او جغل باندې بندې کړې وې او مسافروړونکو موټرو ته یې د تګ اجازه نه ورکوله.

دی وایي، امنیتي ځواکونو طالبان له شیرین تګاب ولسوالۍ څخه هم ایستلي دي.

دا چې په سیمه کې مخابراتي شبکې پرې دي د پژواک خبریال له څو پرله پسې اړیکو نیولو سره ونه توانېد چې په سیمه کې د طالبانو نظر واخلي.

خو د دولت اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې پر خرابو لارو میمنې ښار ته راغلی پژواک ته وویل چې د کومانډو او ملي اردو ځواکونه یې ولیدل چې د ولسوالۍ په بازار کې ګرځېدل او په ځینو برخو کې یې نښتې هم روانې وې.

Views: 53

Exit mobile version