پل علم (پژواک، ٢٧ غبرګولى ١٤٠٠): امنيتي سرچينې وايي چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په لوګر يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشو.
هغه وايي چې د جګړې پر مهال د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ حکومتي ځواکونو که د طالبانو له لوري توغول شوې ده.))
بل لور ته د لوګر حکومتي مسوولين په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
Views: 211
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن