Pajhwok Afghan News

سرچينې: د بلخ په دولت اباد کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي

مزارشريف (پژواک، ۲۷ غبرګولی  ۱۴۰۰): د بلخ ولايت ځايي امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه يې د دولت اباد ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د طالبانو يو موټربم له پېژندلو وروسته له منځه وړی دی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل د غبرګولي په ۲۷مه پژواک ته وويل چې تېره شپه دوه نیمې بجې امنيتي ځواکونو هغه هاموې ټانګ له پېژندلو وروسته ويشتلی چې طالبانو غوښتل د دولت اباد پر امنيې قوماندانۍ چاودنه ورکړي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې امنيتي پرسونل ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو زياتوي چې د چاودنې شاوخوا کورونه ويجاړ شوي دي.

عادل وويل چې موخې ته له رسېدو وړاندې دغه موټربم چاودنه کې ځايي ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو نور جزئيات يې په ډاګه نه کړل.

په ورته مهال د دولت اباد ولسوال جلال الدين قاري زاده پژواک ته وويل چې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د امنيتي ځواکونو له خوا د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته له رسېدو وړاندې پېژندل شوی او په نښه شوی دی.

ولسوال وايي چې په دې چاودنه کې د يوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون ۳ ملکي وګړي او يو امنيتي منسوب وژل شوي دي.

هغه زياتوي چې د چاودنې له امله شاوخوا ۵۰ کورونه هم سخت زيانمن شوي دي.

په ورته مهال د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل چې د چاودنې غږ د ولسوالۍ په لرو سيمو کې هم اورېدل شوی دی.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې شاوخوا ۳۰ کورونه په بشپړ ډول تخريب شوي او يو شمېر یو څه وران شوي دي.

د سيمې دغه اوسېدونکي وويل چې يو شمېر کسان لا هم تر ړنګ شوو کورونو لاندې دي.

په ورته مهال يوې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وايي چې په دې پېښه کې يو امنيتي منسوب وژل شوی او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې په حواله د موټربم چاودنې له امله د دولت اباد د ولسوالۍ، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت رياست، ښځو چارو رياست او يو شمېر نورو ادارو ودانۍ ډېرې برخې تخريب شوې دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي چې د موټربم په دې چاودنه کې د طالبانو دوه ځانمرګي بريدګر هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دولت اباد ولسوالۍ د تېرې شپې موټربم بريد په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 24

Exit mobile version