جلال اباد (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : ځایي چارواکي وایي چې په ننګرهار کې روغتیایي مرکزونو ته د اړتیا له مخې د اکسیجن د پوره کولو وروسته نورو ولایتونو ته د اکسیجن د لیږد پرېکړه وشوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د غبرګولي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په مشرۍ د کرونا ویروس سره د مبارزې کمیټې ناسته نن وشوه.
هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اکسیجن د تولید فابریکې به د اکسیجن په ورکړه کې په دې ولایت کې دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو ته لومړیتوب ورکوي او د دوی داړتیاوو د پوره کېدو وروسته به نورو ولایتونو ته د لیږد اجازه ورکول کیږي.
د ننګرهار والي د برېښنا ادارې ته سپارښتنه وکړه چې د اکسیجن د تولید فابریکو د برېښنا ستونزه په اساسي ډول حل کړي، همدا راز د یوې فابریکې مسؤل ته سپارښتنه وشوه چې هره ورځ به ۳۵۰ د اکسیجن ډبې د کرونا تجرید مرکز او ۵۰ نورې خصوصي روغتیایي مرکزونو ته ورکوي.
د امرخېل په مشرۍ مسؤلینو پرېکړه وکړه چې تر دې وروسته به هیڅ ډول غونډې نه ترسره کیږي، د ښاروالۍ له لورې به په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې ځایونه په نښه او په مخنیوي کې به یې اقدامات وشي، هوټلونه، د ودونو حالونه او نور د ګڼې ګوڼې د رامنځته کېدو ځایونه به تر دویمې پرېکړې پورې تړلې وي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل همدا راز د ټلیفون په لیکه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست څخه وغوښتل چې د ننګرهار کرونا تجرید مرکز بسترونو شمېر ورته له اویاوو څخه سل تنو بستر لپاره لوړ کړي چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نوموړي خوښي وښوده چې د عامې روغتیا ریاست له لورې په حوزوي او پښتورګو روغتونونو کې د اکسیجن پلانټونو د جوړولو هڅې پیل شوي او په دې برخه کې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار والي په اوسینو حالاتو کې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د قربانیو قدرداني وکړه، له خلکو یې هیله وکړه چې له دوی سره مرسته وکړي او له ډاکټرانو یې وغوښتل چې د ناروغانو په درملنه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د ننګرهار عامې روغتیا رئيس ډاکټر نصیر احمد دراني په مشرۍ روغتیایی مسؤلینو د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د خپلو تدابیرو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تجرید مرکز کې د مړینې قضیه شتون نه لري، همدا راز یې په دې مبارزه کې د اړونده ادارو په همکارۍ او د خلکو له لورې وقایوي برخې په پاملرنې ټینګار وکړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن