Pajhwok Afghan News

د بلخ د اقتصاد رییس: د کرونا له امله د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې

مزارشريف ( پژواک، ۲۷غبرګولی ۱۴۰۰) د بلخ د اقتصاد رياست مسوولين تاييدوي، چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس او قرنطين له امله بېکاري زياته شوې، چې ورسره د فقر کچه هم لوړه شوې ده.

د بلخ د اقتصاد رييس انجنير جنت ګل شرافت له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل، چې دوی د خلکو د اقتصادي وضعيت ښه کېدو په موخه يو لړ پروګرامونه هم تر لاس لاندې نيولي دي.

هغه زياته کړه چې کرونا ويروس روغتيايي برخې ته د زيان رسولو تر څنګ د خلکو اقتصادي اړخ هم سخت ځپلی دی.

د شرافت په وينا، د کرونا ويروس له راتګ وړاندې دوی پر يو لړ داسې لارو چارو هم لاس پورې کړ چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د اغېزو کچه ټيټه شي.

د بلخ د اقتصاد رييس وايي چې د کرونا د لومړۍ څپې له پيل څخه بيا تر نن ورځې پورې دغه ولايت کې د ياد ويروس له اغېزو سره د مبارزې په موخه د شاوخوا ۸۰۰ مليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

هغه وويل: ” موږ د کرونا د ناوړه اغېزو د مخنيوي په موخه د ۸۰۰ مليونه افغانيو په لګښت پروژې تطبيق کړې دي، دغه پيسې په څلورو برخو لګول شوي؛ د کرونا د اضرارو په اړه عامه پوهاوی، د صحي کېټونو او روغتيايي لوازمو تهيه کول، له متضررو خلکو سره نغدي مرستې او همدا راز په اړمنو کورنيو د خوراکي توکو وېشل زموږ د مرستو مهمې برخې وې.”

نوموړی زياتوي چې دغه مرستې د کرونا له امله د رامنځته شوو زيانونو لپاره کافي نه وې؛ خو په وينا يې چې تر يوه حده يې له خلکو سره د ستونزو په کمولو کې مرسته وکړه.

د اقتصاد رييس په وينا، له دې پرته دوی په همدې موده کې له کروندګرو سره د کرنیزو محصولاتو د خوندي کولو او همدا راز له خلکو سره د ملي دسترخوان له لارې هم مرستې وکړې.

شرافت وايي، په روان کال کې د دوی له خوا په بلخ کې د خلکو اقتصادي وضعيت معلومولو په موخه ترسره شوې سروې ښيي، چې د فقر او بېکارۍ کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.

نوموړي وويل: ” د پخوانيو سروې ګانو له مخې، زموږ د فقر کچه ۴۸ سلنه، بېکارۍ کچه ۳۱ سلنه او د نيمه بېکارۍ کچه ۱۵ سلنه وه؛ خو کوم تحليل او سروې چې موږ درې مياشتې وړاندې درلوده په هغه کې د بلخ د خلکو د فقر کچه ۶۷ سلنه او د بېکارۍ کچه ۴۶ سلنې ته لوړه شوې ده.”

د هغه په وينا، د کرونا په درېيمه څپه کې د بېکارۍ او فقر کچه نوره هم لوړه شوې ده.

نوموړی زياتوي، چې د تازه سروې پر مهال يې موندلې چې د کرونا ويروس او قرنطين پر مهال د کورنيو عايد کم شوی او تر څنګ يې د کورنيو روغتيايي لګښتونه زيات شوي دي.

هغه زياته کړه: ” په عادي حالت کې د يوه کس صحي لګښت ۴۵۰ افغانۍ اټکل شوی؛ خو په کرونايي وضعيت کې دغه کچه ۹۰۰ افغانيو ته رسېدلې، د بېلګې په ډول که په يو کور کې پنځه کسان وي نو د کرونا پر مهال يې په مياشت کې ۴۵۰۰ افغانۍ عادي روغتيايي مصارف دي.”

د هغه په خبره، په بازار کې د لومړنیو توکو د بیو په لوړېدو سره هم د خلکو اقتصاد ځپل شوی او د فقر کچه لوړه شوې ده.

د بلخ د اقتصاد رييس زياتوي چې د فقر او بېکارۍ کچې د لوړوالي تر څنګ دوی د کرونا ويروس پر مهال له مرستندويه ټولنو سره په هماهنګۍ بلخ کې د يادو ټولنو د پانګونې کچه دوه برابره زياته کړې، چې ورسره د کرونا له امله يو شمېر رامنځته کېدونکي زيانونه هم دفع شوي دي.

هغه وايي، که کرونايي وضعيت همداسې دوام وکړي؛ نو د زيانونو کچه به نوره هم زياته شي؛ خو زياتوي چې دوی هڅه کوي څو د خپلو پلانونو په تطبيق سره شته ګواښونه څه نا څه راکم کړي.

شرافت له خلکو وغوښتل چې د کرونا د وقايې او مخنيوي لپاره دې په جدي ډول روغتيايي لارښوونې مراعات کړي.

د بلخ د اقتصاد رييس د خپلې مرکې په ترڅ کې پژواک ته وويل، چې د کرونا تر څنګ روانه نا امني او جګړه هم د فقر او بېکارۍ په زياتوالي کې منفي رول لري.

د هغه په خبره، د بېکارۍ کچه هغه مهال کمېدای شي چې خصوصي سکټور خپله پانګونه زياته کړي.

شرافت زياتوي چې د خصوصي سکټور د پانګونې پر وړاندې نا امني او جګړه لوی خنډونه دي.

د بلخ د افتصاد رييس خلکو ته ډاډ ورکوي چې د کار پيدا کول، د فقر له منځه وړل او اقتصادي وده د حکومت په لومړيتوبونو کې دي.

Views: 60

Exit mobile version