Pajhwok Afghan News

مجروح : د کابل په ګډون شپږو ولایتونو کې د اکسیجن د تولید نوې دستګاوې فعالې شوې

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی۱۴۰۰ ): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل په ګډون په شپږو ولايتونو کې د اکسيجن د توليد دستګاوې فعالې شوې دي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکتر وحيد مجروح دغه څرګندونې نن په يوه خبري غونډه کې وکړې او ویې وویل چې په کابل، لغمان، کونړ، لوګر، دایکنډي او غزني کې د اکسيجن د توليد لپاره يې دستګاوې فعالې شوې دي چې په نږدې راتلونکې کې به يو شمېر نورو ولايتونو ته يادې دستګاوې وپيري.

نوموړي زیاته کړه چې په کابل کې د کرونا ځانګړو روغتونونو کې هم د اکسيجن د توليد دستګاوې فعالې شوي چې د يادو روغتونونو اړتياوې پوره کولی شي.

ده وويل چې په بلخ ولايت کې هم دوه سوداګرو له اوزبکستان سره تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې د بلخ د عامې روغتيا سره د اکسیجن په برخه کې همکاري کوي. دغه راز له ايران سره د تړون له مخې به هره اوونۍ ۴۰ ټنه اوبلن اکسیجن هرات ته ورکوي.

ډاکتر مجروح وايي، په اوس وخت کې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې يوازینۍ ستونزه د اکسيجن ده چې تر ډېره يې حل کړې ده.

هغه زياته کړه چې کرونا ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی او د هېواد ټولو ولایتونو ته رسېدلی دی.

دغه راز ده وویل چې د ویروس د خپرېدو له امله په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو لپاره د بسترونو شمېر هم ډېر شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل: ” د کوویډ – ۱۹ ناروغانو پاملرنې لپاره د بسترونو شمېر په ټولو ولايتونو کې زیات شوی او موږ لاهم په ټول هېواد کې د بسترونو شمېر زیاتوالي لپاره کار کوو.”

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې ټول روغتیايي مرکزونه په طبي اسانتیاوو او د اړتیا وړ وسایلو سمبال دي او تر دې دمه هېڅ روغتیایي مرکز د  تجهیزاتو له کمبود سره مخ نه دی.

د مجروح په وینا، د واکسین تطبیق پروسه په ټولو ولايتونو کې روانه ده او ښايي  چې د جولای میاشتې په لومړيو کې به ۴۵۰زره ډوزه استرازنکا واکسين هېواد ته راوړل شي.

ده دغه راز د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت وويل، که چیرې خلک د کوچني اختر په څېر روغتیایي مشورې او لارښوونې ونه مني، نو ویروس به د پخوا په پرتله ډېر شي.

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې که خلک احتياطي تدابير په پام کې ونه نيسي ښايي قرنطين نور هم دوام وکړي.

هغه د ویروس په کنټرول او کمولو کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او د هېواد له ټولو وګړو یې وغوښتل چې د دغه ویروس د کنټرول لپاره د روغتیایي وړاندیزونو په تعقیب سره له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

Views: 67

Exit mobile version