Pajhwok Afghan News

“که ګمرکونو کې فساد کوونکي معلوم نه شي، د مالیې وزارت سرپرست څارنوالۍ ته معرفي کېږي”

کابل (پژواک،۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د ولسي جرګې څو غړي د مالیې وزارت له خوا په فساد کې د ښکېلو دولتي چارواکو نوملړ نه خپرول له فاسدانو سره د دغه وزارت د سرپرست د هم لاسيتوب ښکارندوی بولي او وايي، دغه قضیه باید څارنوالۍ ته ولېږل شي.

د روان کال د غويي په ۲۹مه د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د دې جرګې استجوابیه ناستې ته وویل، د هېواد ګمرکونو کې هره ورځ اته میلیون امریکايي ډالر حیف و میل کېږي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د هغو چارواکو او وکیلانو نوملړ دې جرګې ته وسپاري چې له خپل نفوذ څخه په استفاده خپل کسان په ګمرکونو کې پر دندو ګوماري.

ټاکل شوې وه د مالیې وزارت سرپرست د یاد نوملړ خپرولو لپاره د دې جرګې په فوق العاده ناسته کې ګډون وکړي، خو د دغې جرګې په پرله پسې غوښتنه سربېره تر اوسه د نوملړ خپرولو ته نه دی تیار شوی.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي نسیم مدبر د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د مالیې وزارت سرپرست له خوا په ګمرکونو کې فساد کې د ښکېلو چارواکو د نوملړ او اسنادو نه خپرول په ډاګه کوي چې هغه [د مالیې وزارت سرپرست] په فساد کې ښکېل دی او نه غواړي چې دغه نوملړ له ملت سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړه، که د مالیې وزارت سرپرست دغه نوملړ خپور نه کړي یاده قضیه باید څارنوالۍ ته ولېږل شي څو هغه اداره یې په بشپړه خپلواکۍ وڅېړي.

په دې جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیاء الدین ضیاء د یاد نوملړ نه خپرېدو ته په اشاره وویل: ((نن زموږ سرتېري ډوډۍ نه لري، خو د مالیې وزیر په خبره هره ورځ اته میلیون ډالر په ګمرکونو کې حیف و میل کېږي، حتما هغه په کې شریک شوی، ځکه حاضر نه شو چې سند وړاندې کړي.))

په دې جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي وویل: ((ماليې وزارت مشرتابه باید په فساد کې ښکېل کسان معرفي کړي، یا دې دغه قضیه څارنوالۍ ته ولېږل شي چې په جدي ډول وڅېړل شي او راتلونکي کې څوک بې اساسه څرګندونې ونه کړي.))

د جرګې نورو غړو هم د نوملړ نه خپرول له فاسدانو سره د مالیې وزارت سرپرست هم لاسيتوب ښيي او له لویې څارنوالۍ غواړي چې دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي او راپور یې له ملت سره شریک کړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، تر اوسه د جرګې په پرله پسې غوښتنو سربېره مالیه وزارت د دغه نوملړ خپرېدو ته نه دی تیار شوی.

هغه د دې جرګې مالي او بودیجې کمېسیون ته دنده ورکړه چې یاده قضیه وڅېړي او له تالار سره لازم اسناد شریک کړي، څو جرګه په دې اړه تصمیم ونیسي.

پژواک تر ډېرو اړیکو وروسته هم د مالیې وزارت د نظر په اخیستو بریالی نه شو، خو د دغه وزارت مسوولینو مخکې ویلي وو چې د نوملړ پر جوړېدو کار روان دی.

Views: 20

Exit mobile version