Pajhwok Afghan News

متقاعد افسران له کورنیو چارو وزارت څخه د خپلو حقوقو غوښتوونکي شول

کابل ( پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ ): د افغانستان د متقاعدو افسرانو شورا وایي چې که د کورنیو چارو وزارت متقاعدو افسرانو ته يې حقوق ورنه کړي په مدني حرکتونو به  لاس پورې کړي او د وزارت مخې ته به خېمه ودروي.

متقاعدینو افسرانو د یادې موضوع په تړاو د غبرګولي په ۳۱ مه کابل کې اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان د متقاعدینو شورا رییس حسیب ارین وویل، له کوم وخته چې په دغه برخه کې اصلاحات رامنځته شوي دوى امتیازات نه دي تر لاسه کړي.

ارین وایي چې په دې اړه یې څو ځلې د کورنیو چارو وزارت ته مکتبونه استولي، خو کومه مثبته پايله يې نه درلوده.

نوموړي وویل: ” که د کورنیو چارو وزارت موږ ته خپل حقوق رانه کړي او په دې برخه کې توجه ونه کړي په مرکز او ولایتونو کې به مدني حرکتونه تر سره کړو.”

د یادې شورا مرستیال شکرالله امانزوی وویل چې د خدمت پرمهال له دوى يوه اندازه پیسې په دى نوم ګرځول شوي چې د خدمت له مودې وروسته يې بېرته ورکوي.

هغه وايي: “زموږ دغه پيسې په کوپراتيف کې جمع شوي خو تر اوسه یې موږ ته نه دي راکړي.”

دغه راز يو بل متقاعد افسر سمونوال محمد رازق صادقي وويل چې ٣٥ کاله يې خدمت کړى او له خدمت وروسته يې له قانون سره سم امتيازات حق دي بايد حکومت يې ورکړي.

يو شمېر نورو افسرانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که د چنګاښ مياشتې تر پنځمې د دوى حقوق ورنه کړل شي، په پراخو لاريونو به لاس پورې کړي او د کورنيو چارو وزارت مخې ته به خېمه ودروي.

Views: 104

Exit mobile version