ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: د ولسواليو پرېښودل قصدي عمل نه دی، بلکې ناسم مديريت د ځينو ځايونو د سقوط لامل شوی.

22 Jun 2021 - 20:38
22 Jun 2021 - 20:38

مزارشريف ( پژواک، ۱چنګاښ، ۱۴۰۰): د  جمعيت ګوند مشر او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور مزارشريف ته رسېدلی او ويلي يې دي چې له نورو احزابو سره يو ځای به د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي.

نوموړي د بلخ په هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل، چې اجازه به ورنکړي طالبان شمالي ولايتونه سقوط کړي.

هغه پر حکومت غږ وکړ چې د طالبانو پر ضد پيل شوي حرکتونه تجهيز او اکمال کړي.

عطامحمد نور زياته کړه چې طالبان د سولې پر ځای پر جګړې ټينګار کوي نو وبه ځپل شي.

نور وويل: (( طالبان له يوې خوا موږ د سولې پيغامونه رالېږي او بل لور ته زموږ خلک وژني، تاسيسات ورانوي او پر سيمو حملې کوي، هغوی ته زما پيغام دا دی چې يا دې سوله وکړي او که نه د تېر په څېر به خلک بيا د عبرت درس ورکړي)).

د جمعيت ګوند مشر په خپلو خبرو کې وويل چې خلک به د امنيتي ځواکونو تر څنګ درېږي او له خپلې خاورې او سيمو به دفاع کوي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان ستونزه يواځې د بين الافغاني خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او طالبان بايد بېرته سولې پروسې ته ور وګرځي.

نور وويل چې د جګړو کرښو ته د پخوانيو جهادي قوماندانو ور ستنېدل به طالبان له ناکامۍ سره مخ کړي ځکه په وينا يې چې دوی له چريکي جګړو سره اشنايي لري.

هغه زياته کړه چې د ولسواليو سقوط قصدي عمل نه دی، بلکې ځينو ځايونو کې ناسم مديريت د سيمو د سقوط لامل شوی دی.

د جمعيت ګوند مشر وايي چې يواځې په بلخ او شمال کې نه بلکې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پر جهادي قوماندانو غږ کوي چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

د جمعيت ګوند مشر زياتوي چې د هيواد ګڼو سياسي احزابو د دغه غږ ته لبيک ويلی او له هيواده دفاع لپاره يې چمتووالی نيولی دی.

هغه وايي چې بلخ له ستراتيژيک او مهم اقتصادي موقعيت څخه برخمن دی او په وينا په هېڅ ډول به يې سقوط کېدو ته پرېنږدي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي هم ويلي چې دغه ولايت کې زرګونه کسانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ ته ور دانګلي او د طالبانو پر ضد يې وسله پورته کړې ده.

Visits: 643

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version